د امریکا سفارت: د څارنوال او سفير ترمنځ خبرې شخصي وې

کارل ايکنبيري
Image caption لوی څارنوال وايي د دغه هيواد په عدلي چارو كې د امريکا د سفير دا ډول مداخله له ډپلوماتيكو اصولو سره هيڅ ډول اړخ نه لګوي.

په کابل کې د امريکا سفارت وايي د افغانستان له لويې څارنوالۍ سره نژدې اړېکې لري او امريکا د افغان چارواکو پرېکړو ته درناوی لري.

د سفارت چارواکو د لوی څارنوال محمد اسحق الکو او سفير کارل اېکنبېري ترمنځ خبرې شخصي وبللې او د ډيرو جزيیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

سفارت دغه څرګندونې په هغه پسې کوي چې لوی څارنوال د امريکا سفير د افغانستان په عدلي چارو کې په مداخله تورن کړ.

لوى څارنوال وايي د امريکا سفير ورته ويلي چې د حج او اوقافو د پخواني وزير صديق چکري سره د مرستې په تور د يوه بانک مرستيال ونيسي که نه نو له خپلې دندې دې استعفا ورکړي.

وروسته له هغه چې يو شمېر لويديځو رسنيو په خپلو وروستيو ګڼو کې د افغانستان د لويې څارنوالۍ د کار پر څرنګوالي شک وښود د افغانستان لوی څارنوال په کابل کې د امريکا سفير کارل اېکېن بېري د افغانستان په عدلي چارو کې په لاس وهنې تورن کړ.

محمداسحق الکو افغانستان يو خپلواک هېواد وباله زياته يې کړه چې څارنوالي هره پريکړه د اسنادو او شواهدو په استناد کوي ، نه د يوه کس په خوښه.

په کابل کې د امريکا سفارت بي بي سي ته په خپل غبرګون کې د افغانستان د لوی څارنوال او د امريکا د سفير کارل اېکېن بېري ترمنځ خبرې شخصي وبللې.

د سفارت وياندې کاېکلېن هېدېن ووېل امريکا د افغان چارواکو هرې پرېکړې ته درناوی لري:

Image caption د افغانستان لوی څارنوال وايی په کابل کې د امريکا سفير ورته امر وکړ چې د يوه خصوصي بانک مرستيال مشر د درغلۍ په تړاو بندي کړي او که نه بايد له خپلې دندې استعفی ورکړي.

'' څه چې زه درته وېلی شم هغه دادي چې د امریکا سفارت له لويې څارنوالۍ سره په منظم ډول خبرې لرلې او سفارت د روزنې د پروګرامونو په ګډون له لويې څارنوالۍ سره قوي ملګرتيا لري. له لوی څارنوال سره د سفير خبرې خصوصې وې او موږ په دې اړه تبصره نه کوو ، خو امريکا به د هر افغان چارواکي د پرېکړې درناوي وکړي.''

د افغانستان لوی څارنوال وايی په کابل کې د امريکا سفير ورته امر وکړ چې د يوه خصوصي بانک مرستيال مشر د درغلۍ په تړاو بندي کړي او که نه بايد له خپلې دندې استعفی ورکړي.

د خصوصي بانک دغه مرستيال د امريکا سفير د فساد په هغه قضیه کې په لاس لرلو تورن بولي چې د حج او اوقافو له يوه پخواني وزیر سره تړاو لري.

د حج او اوقافو پخوانۍ وزیر صديق چکري اوس په لندن کې دی او د افغانستان لويې څارنوالی بیا بيا له انټرپول نه د هغه د نيولو غوښتنه کړې ، خو لا نه دی نيول شوي.

لوی څارنوال وايي د دغه هيواد په عدلي چارو كې د امريکا د سفير دا ډول مداخله له ډپلوماتيكو اصولو سره هيڅ ډول اړخ نه لګوي.

دا لومړی ځل نه دی چې لويديځ دپلوماتان افغان چارواکو ته د څه کولو او يا نه کولو امر کوي.

د ولسمشرۍ په وروستيو ټاکنو کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال پېټرګالبرېټ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارلانشاء مشر ته هم ويلي وو چې د ټاکنو پاېلې اعلان نه کړي.

د ښاغلي ګالبرېټ دغه څرګندونې موده وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي رسنيو ته وښکلې چې د افغان حکومت او لويديځ ترمنځ يې اړيکې د کړکېچ تر بريده ورسولې.

ورته مطالب