د امریکا د عدليې وزير کابل کې د فساد پر ضد مسالو غږېږي

اريک هولډر
Image caption هولډر په کابل کې په يوې خپرې شوې ويناپاڼې کي ويلي " له فساد سره مبارزه او د افغانستان له اساسي قانون نه ملاتړ زموږ له لومړيتوبونو څخه دی، موږ به له فغان حکومت سره د قضايي سيستم د لاښه کولو په اړه پوره همکاري وکړوي. "

د امريکا د متحده ايالتونو لوی څارنوال اريک هولډر له افغان چارواکو سره د فساد په تړاو خبرو اترو لپاره دا مهال په افغانستان کې دی.

ددغې اونۍ په سر کې د امريکا د کانګريس د يوې جرګه ګۍ مشرې ګواښ وکړ تر هغه چې ډاډه نه شي د دوی پيسې سمې لګېږي بايد له افغانستان سره مرستې بندې شي.

په يوه تازه امريکايي راپور ويل شوي د امريکا پوځ لسګونه ميليونه ډالره امنيتي شرکتونو ته ورکړي چې هغوی بيا دغې پيسې افغان جنګسالارانو ته ددې لپاره ورکړې چې امريکايي ځواکونو ته د اکمالاتي توکو د رسولو اجازه ورکړي.

د امریکا د عدليې وزارت ویلي چې ښاغلی هولډر به له افغان چارواکو سره په دغه هېواد کې د فساد او جرمونو پرضد مسالو خبرې وکړي.

هولډر په کابل کې په يوې خپرې شوې ويناپاڼې کي ويلي " له فساد سره مبارزه او د افغانستان له اساسي قانون نه ملاتړ زموږ له لومړيتوبونو څخه دی، موږ به له فغان حکومت سره د قضايي سيستم د لاښه کولو په اړه پوره همکاري وکړوي. "

هولډر د امریکا د لويې څارنوالۍ سربېره د فدرالي تحقیقاتي ادارې (اف بي ای) او له نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې مشري هم پرغاړه لري.

Image caption د افغانستان لوی څارنوال د سفير دا څرګندونې له دپلوماتيکي اخلاقو سرغړاوی بللی دی.

ښاغلی هولډر داسې مهال کابل ته تللی، چې تېره ورځ په کابل کې د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو د امریکا سفير د هغه په اداري چارو کې په لاسوهنه تورن کړ.

ښاغلي الکو يوې خبري غونډې ته وویل د امریکا سفير کارل ايکنبيري ورته ويلي یا دې د حج او اوقافو له پخواني وزير محمد صدیق چکري سره په فساد کې د مرستې په تور د یوه خصوصي بانک مشر ونيسي او که نه نور څارنوال دې له خپلې دندې استعفا وکړي.

د افغانستان لوی څارنوال د سفير دا څرګندونې له دپلوماتيکي اخلاقو سرغړاوی بللی دی.

خو په کابل کې د امريکا سفارت بیا ويلي چې دا د سفیر او لوی څارنوال ترمنځ شخصي خبرې دي.

د سفارت وياندې کاېکلېن هېدېن ووېل امريکا د افغان چارواکو هرې پرېکړې ته درناوی لري:

'' څه چې زه درته وېلی شم هغه دادي چې د امریکا سفارت له لويې څارنوالۍ سره په منظم ډول خبرې لرلې او سفارت د روزنې د پروګرامونو په ګډون له لويې څارنوالۍ سره قوي ملګرتيا لري. له لوی څارنوال سره د سفير خبرې خصوصې وې او موږ په دې اړه تبصره نه کوو ، خو امريکا به د هر افغان چارواکي د پرېکړې درناوي وکړي.''

دا لومړی ځل نه دی چې لويديځ دپلوماتان افغان چارواکو ته د څه کولو او يا نه کولو امر کوي.

د ولسمشرۍ په وروستيو ټاکنو کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال پېټرګالبرېټ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارلانشاء مشر ته هم ويلي وو چې د ټاکنو پاېلې اعلان نه کړي.

د ښاغلي ګالبرېټ دغه څرګندونې موده وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي رسنيو ته وښکلې چې د افغان حکومت او لويديځ ترمنځ يې اړيکې د کړکېچ تر بريده ورسولې.