ليام فاکس: سرتېري به يې له افغانستانه ژر و نه وځي

Image caption ښاغلي فاکس ويلي تر هغه چې افغان امنيتي ځواکونه سم پياوړي نه شي،د سرتېرو ايستل کېدای شي د يوه نوي بغاوت راتلو ته لاره هواره کړي.

د بريتانيا دفاع وزير له بي بي سي سره په خبرو کې وويل ښايي بريتانيايي پوځيان په وروستيو هغو کې وي چې له افغانستان څخه ووځي.

امريکا غواړي چې په راتلونکي جولای کې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ايستل پيل کړي.

ښاغلي فاکس چې په واشنګټن کې له خپل سيال رابرټ ګيټس سره په کتنه بوخت دی خبرداری ورکړ، چې بايد د افغانستان په اړه د سمې ستراتېژې په برخه کې شک رامنځ ته نه شي.

يواځې څو ورځې وړاندې د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کامېرن ويلي و چې له افغانستان څخه به خپل سرتېري په پېنځو کلونو کې راوباسي.

خو اوس يې دفاع وزير په خپلو خبرو کې پردې ټينګار کړی چې د افغانستان دنده بايد د يوې اړتيا په توګه تر پايه پر مخ يووړل شي.

ښاغلی فاکس وايي د بريتانيا خلک بايد بې حوصلې نشي او خپل ستراتيژيک صبر وښيي.

د بريتانيا دفاع وزير زياتوي کله چې د امريکا او بريتانيا بېرغونه څنګ په څنګ وي نو دا احساس رامنځ ته کوي چې موږ تر هغه ډېر ستر يو چې زموږ ونډه يې ښيي.

ښاغلي فاکس د بي بي سي د خبريال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا بريتانيايي پوځيان به هم له امريکايي پوځيانو سره يو ځای له افغانستان څخه ووځي وويل:

ولسمشر اوباما ويلي چې يو شمېر امريکايي پوځيان به له افغانستان څخه ووځي، خو يو زيات شمېر امريکايي ځواکونه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي، د هېلمند ماموريت احتمالا يو له سختو دندو څخه دی او زه فکر کوم دابه وروستی ځای وي چې بهرني ځواکونه به ترې ووځي.

ولسمشر اوباما پر دې ټينګار کوي چې د ډيسمبر په مياشت کې د افغانستان په اړه د ستراتيژۍ بيا کتنه کوي چې کارنده ده که نه؟

خو د امریکا پوځ دغې ارزونې ته لږ لېواله دی.