په کندوز کې د DAI پر دفتر وسلوال بريد شوی

کندوز
Image caption کندوز د افغانستان په شمال کې پروت دی چې په دې وروستيو کې نا ارامه شوی،خو دا پکې د خپل دول لومړی بريد دی .

افغان چارواکي وايي په کندوز کې د يوې بهرنۍ موسسې پر دفتر د وسلوالو طالبانو په بريد کې دوه بهرنيان، يو پوليس او شپږ بريدګر وژل شوي دي .

د کندوز امنيه قوماندان عبدالرزاق يعقوبي وويل بريد په ځايي وخت د سهار شاوخوا درې بجې و شو او بيا تر نهو بجو جګړه روانه وه .

دده په وينا په جګړه کې دد فتر درې ساتونکي او يو پوليس ټپيان شوي هم دي . خو عيني شاهدان د ټپيان شمېره شاوخوا لس تنه بولي .

په کندوز کې د ولايتي بيارغونې ډله هم وايي چې د دوی روغتون ته ، اته ټپيان ور وړل شوي چې د دفتر ساتونکي، پوليس او عام خلک دي.

امنيه قوماندان وويل بريد د امريکا د پرمختيايي ادارې د يوې څانګې DAI پر سيمه ييز دفتر شوی دی .

دده په وينا لومړی يو ځانمرګی بريدشوی او وروسته بيا وسلواله نښته پيل شوې ده .

ښاغلي يعقوبي وويل چې په دفتر کې د يوې مېرمنې په ګډون پېنځه بهرنيان ژوندي پاتې دي خو ده نه د وژل شويو او نه ژوندو بهرنيانوهويت څرګند کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

تر دې وړاندې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د بهرنيو موسسو پر دفترونو ورته بريدونه شوي دي .