امريکا او پولنډ د توغنديو دفاعي سيسټم تړون لاسليک کړ

اغلې کلينټن په پولنډ کې
Image caption مېرمن کلينټن وايي: ((دا هغه دفاعي سيسټم دی چې زموږ ملګري او انډيوالان او زموږځای پرځای شوي ځواکونه خوندي کوي.))

د پخواني شوروي اتحاد پېنځو هېوادونو ته د مېرمن کلينټن د سفر يوهدف داو چې په سيمه کې هغه وېرې کرارې کړي چې له روسيې سره د متحدو ايالتونو د اړيکو د ټينګښت مانا دا نه ده چې امريکې دا نور هېوادونه هېرکړي دي.

له روسيې سره اړيکي په دې وروستيوکې په متحدو ايالتونوکې د روسي جاسوسانو د نيونې له امله خراب شوي دي، او په پولنډکې مېرمن کلنټن د توغنديز ډال تړون لاسليک کړ.

دا هغه مسله ده چې د مسکو د اندېښنې سبب ګرځي.

روسيه وايي ايران داسې توغندي نه لري چې داسې ډال ته اړتيا پيداشي نوداسيسټم حتما روسيې ته متوجه دی.

مېرمن کلنټن يوځل بيا وويل چې خبره داسې نده : (( د روسيې په تړاو، دا بيخي يودفاعي سيسټم دی، دا روسيې ته نه دی متوجه، دا روسيې ته ګواښ نه پېښوي.

دا هغه دفاعي سيسټم دی چې زموږ ملګري او انډيوالان او زموږځای پرځای شوي ځواکونه خوندي کوي.))

د امريکا اوپولنډ ترمنځ اوسنۍ معامله هغه تړون ته نوی رنګ ورکوي چې دوه کاله وړاندې لاسليک شوی و.

تر هغه وروسته متحدو ايالتونوله ايرانه راپورته کېدونکی ګواښ بيا ارزولی چې د لنډ او منځني واټن ويشتونکي توغندي جوړوي او ددې وړتيا لري چې اروپا د هغه څه په پرتله ژر وولي چې پخوايي فکرکېده.

د نوي پلان له مخې په رومانيا ، پولنډ او هغو امريکايي بېړيوکې د توغنديو مخ نيونکی خوځنده سيسټم ځای پرځای کېږی چې په بهر کې دي.

دا به نه يواځې امريکا بلکې په اروپا کې به يې متحدين هم خوندي وساتي.

په داسې حال کې چې داسيسټمونه به اته کاله وروسته پولنډ ته رسېږي، مسکو د هغو په اړه له تبصرو سره احتياط کوي او تبصرو ته لا وخت هم پاتې دی.