جنرال پيټريس: د طالبانو پرضد جګړه ډېر مهم پړاو ته رسېدلې

ښاغلی پيټريس
Image caption جنرال پيتريس وايي طالبان غښتلی او په وسايلو سمبال بغاوت دی او ماتول يې ښې همکارۍ ته اړتيا لري .

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی قوماندان وايي د دوی ځواکونه د طالبانو پرضد جګړه کې ډېر مهم پړاو ته رسېدلي دي.

جنرال پيټريس وويل د ناټو په مشرۍ ځواکونه باید افغانانو او نړۍ ته وښيي چې القاعده او متحدینو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره خپل پناځای وګرځوي.

نوموړي تېره ورځ (شنبه د جولای دریمه) د ولس او پوځ ترمنځ پر همکارۍ ټينګار کړی و او هغه یې د طالبانو د ماتې لپاره اړينه بللې وه.

جنرال پيټريس پر داسې مهال په دندې ګمارل شوی، چې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي او يوازې په تېر جون میاشت کې افغانستان کې تر 100 ډېر بهرني پوځيان ووژل شول

د روان کال د جون میاشت د طالبانو له رژيم وروسته بهرنيو ځواکونو ته دا تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د ولسمشر اوباما له لوري په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو د نوي ټاکل شوي قوماندان د ماموريت د پيل خبره دا وه چې د ترهګرۍ پر ضد بايد ګډه مبارزه وشي.

هغه افغانستان تر رسېدو يوه ورځ وروسته د امريکايي او نړيوالو ځواکونو د قوماندان په توګه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي .

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي ښاغلي پټريس ويلي په افغانستان کې د سولې او ټکاو د ټنګښت لپاره به له افغان حکومت سره ګډ کار کوي .

جنرال پيټريس دا هم ويلي چې د افغانستان ماموريت خورا ستونزمن دی او يوازې ګډ کار يې د برياليتوب ضمانت کولای شي :

(( دا يو ستونزمن ماموريت دی ، هلته هېڅ هم په دې اړه اسانه نه دي ، په ګډه کار کول زموږ پرمختګ بريالی کولای شي او موږ کولای شو له دواړو خواوو خپلو موخو ته ورسېږو.))

ددې تر څنګ جنرال پيتريس طالبان غښتلی او په وسايلو سمبال بغاوت وباله چې دده په وينا ماتول يې ښې همکارۍ ته اړتيا لري .

په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې پر ماموريت له ډېره وخته دا نيوکه کېږي چې د پوځي او ملکي چاور تر منځ نه همغږي يې د چټک پرمختګ پر وړاندې خنډونه ټوکولي دي .

Image caption د ولسمشر ددفتر ويناپاڼه وايي چې د ښاغلي کرزي او جنرال پټريس تر منځ د فساد د مخنيوي په اړه هم خبرې شوې.

خو جنرال پټريس له ولسمشر کرزي سره پخپله لومړنۍ ليدنه کې ويلي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به د ملکي او پوځي چارو تر منځ همغږي راولي.

دا مهال افغان حکومت د فساد له امله له سختو نړيوالو فشارونو سره مخامخ دی .

ان څو ورځې وړاندې خو د امريکا د متحده ايالتونو د کانګريس يوې جرګګۍ په افغانستان کې د فساد له امله دغه هېواد ته د ولسمشر بارک اوباما د څلور مليارده ډالره مرستې غوښتنه رد کړه .

د ولسمشر ددفتر ويناپاڼه وايي چې د ښاغلي کرزي او جنرال پټريس تر منځ د فساد د مخنيوي په اړه هم خبرې شوې.

دوی دواړو د فساد پر ضد مبارزه د ترهګرۍ پر ضد د هلو ځلو لويه برخه بللې ده.