په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيلوزی، ادبي هنري پروګرام

د دې اوونۍ پېلوزي کې مو دا مطالب راغونډ کړي دي:

په پېښور او هم ټوله پښتنخوا کې د تاوتريخوالي او زورزياتي پېښو له ډېرښت سره پښتو سينما هم په پراخ ډول اغېزمنه شوې ده. د شلمې پېړۍ په اوومه لسيزه کې چې پښتو سينما نوې غوړېدلې وه، او د پښتنو کلتوري کيسې يې په کې راغبرګولې، د ځينو مشهورو فلمونو په راوتلو يې اوچت ګامونه واخيستل. ليلا مجنون، دره خيبر، ديدن، عجب خان اپريدی، يوسف خان او شېربانو او داسې نور فلمونه د يادولو وړ دي، چې په خپل وخت کې يې د مينه والو شمېر خورا زيات و.

Image caption ګوتنيوونکي وايي په تېرو څه د پاسه دوو لسيزو کې پښتو فلمونه دا چې له پښتني کلتور لرې شوي، پښتو سينما ورسره مخ پر ځوړ روانه ده.

ګوتنيوونکي وايي په داسې حال کې چې اوس د پښتو سينما عمر له نيمې پېړۍ اوړي، په تېرو څه د پاسه دوو لسيزو کې پښتو فلمونه دا چې له پښتني کلتور لرې شوي، او هم يې هنري اړخ کمزوری شوی، پښتو سينما ورسره مخ پر ځوړ روانه ده. ځينې بيا وايي نه يوازې ډېورېنډ کرښې، بلکې تر ټولو زيات بيا د زورزياتي پېښو او تاوتريخوالي روان حالت پښتانه هنرمندان ګواښلي او له خپل ټاټوبي يې بې کوره کړي، چې ورسره پښتو سينما بې څښتنه شوې، او که کوم فېلم هم جوړېږي، له پښتني کلتوره په واټن يې څوک د کتو تلوسه نه ښيي.

Image caption د شلمې پېړۍ په اوومه لسيزه کې چې پښتو سينما نوې غوړېدلې وه، او د پښتنو کلتوري کيسې يې په کې راغبرګولې، د ځينو مشهورو فلمونو په راوتلو يې اوچت ګامونه واخيستل.

د ډېورېنډ کرښې بر لور هم په پښتو سينما کې داسې هنري بېلګې نه دي وړاندې شوې چې د مينه والو تنده پرې ماته شي. د دې اوونۍ پېلوزي کې د پښتو سينما دوه ستوري راغږوو، دواړه پلار او زوی دي، اصف خان د پښتو سينما د طلايي وخت پېژندل شوی ستوری دی، او زوی يې اربازخان د پښتو سينما د نوي نسل له مخکښانو شمېرل کېږي. لومړی ارباز خان د پښتو سينما پر اوسني حالت غږېږي.

په دې وروستۍ موده کې په شبرغان کې د ترکمني ژبې د فرهنګ د پرمختيا او ودې په موخه يو سيمينار جوړ شوی و. په سيمينار کې د ترکمني ژبې او فرهنګ پېژندنې او تاريخې قدامت په اړه لس علمي او څېړنيزې مقالې ولوستل شوې. پر دې سربېره د ترکمني ژبې يو شاعر مخدوم قلي، د ترکمنانو د ټولنيز ژوند، کلاسيکې موسيقۍ، تصويري مطبوعاتو او ادبياتو په اړه هم خبرې وشوې.

سيمينار ته پر دولتي چارواکيو سربېره د کابل، بلخ او جوزجان پوهنتونونو استاذان هم ورغلي وو. په دغه سيمينار کې يو لس ماده يي پرېکړه ليک هم خپور شو. د بلخ پوهنتون استاذ او د ترکمني ژبې يو کار پوه محمد نظري پر دغه سيمينار راسره خبرې کوي.

په دې وروستيو کې په مزار شريف کې د (سيال) په نامه يوه نوې پښتو خپرونه له چاپه راوتلې ده. د (سيال) خپرونکي وايي دا يوه ادبي او کلتوري مهالنۍ جريده ده چې په اتو مخونو کې چاپېږي. دا د افغانستان په شمال کې لومړۍ پښتو خپرونه ده چې پښتنې مېرمنې يې چلوي. خو له همدغو شمالي برخو نورې پښتو چاپي رسنۍ هم خپرېږي. امير بريال پرې له مزار شريفه راپو راکوي.

دا اوونۍ دلته په لندن کې د افغان زده کوونکيو يوې ټولنې د احمد شا بابا د زېږېدو کليزه ولمانځله. د دغه ياد مراسم چې د لندن په منځ کې د (ګوډ اناف) پوهنتون په يو تالار کې ترسره شول، افغان زده کوونکيو په کې سندرې، موسيقي، د افغان دوديزو جامو او داسې نورې نندارې وړاندې کړې. سپين تڼی هم دغې غونډې ته ورغلی و، او راپور پرې راکوي.

او د اوونۍ فرهنګي خبرونه

Image caption اوپرا وېنفرې د فوربس مجلې د ۱۰۰ مشهورو څېرو د کلني لست په سر کې ځای نيولی

د فوربس Forbes مجلې د امريکا تلوېزيوني ستورې (اوپرا وېنفرې Oprah Winfrey) د نړۍ تر ټولو ځواکمنه مشهوره څېره نومولې ده. مېرمن (وېنفرې) د فوربس مجلې د ۱۰۰ مشهورو څېرو د کلني لست په سر کې ځای نيولی او مشهوره فېلم ستورې (انجلينا جولي) يې شاته کړې ده.

د فوربس مجلې د مشهورو په دغه کلني لست کې د نړۍ هاغه مشهورې څېرې وړاندې کېږي چې د کال ډېرې پيسې ګټي او هم د رسنيو له لارې ډېرې راڅرګندېږي. (انجلينا جولي) بيا اتلسم ځای ته ښويېدلې ده. د فوربس په لست کې سندرغاړې (بېيونس نولېس Beyonce Knowles) دوهمه راغلې، او فېلم ډايرېکټر (جېمز کامرون James Cameron) بيا درېيم ځای نيولی دی.

په لست کې نوې څېره چې تر ټولو لوړ ځای يې نيولی، سندرغاړې (لېډی ګاګا Lady Gaga) ده چې پر څلورم ځای راغلې ده. (ټايګر ووډز Tiger Woods) يوازينی سپورټي ستوری دی، چې د لست په لومړيو لسو څېرو کې يې ځای نيولی او پر پنځم ځای راغلی دی.

(برېټني سپېر Britney Spears) پر شپږم ځای راغلې، او ورپسې د موسيقۍ ايرلنډۍ ډلې (يو ټو U2) اووم ځای نيولی دی. (سنډرا بولوک Sandra Bullock) چې سږ کال يې د غوره فېلم ستورې (اوسکار) جايزه ګټلې، له ۹۲ ځايه ټوپ وهلی او پر اتم ځای راغلې ده. امريکايی فېلم ستوری او سندرغاړی (جاني ډېپ Johnny Depp) بيا په لومړيو لسو کې راغلی او نهم ځای يې نيولی دی، د لست لومړۍ لس څېرې په (ماډونا Madonna) پای ته رسېږي، چې له درېيم ځايه لسم ته ښويېدلې ده. فوربس مجلې سږ کال د پيسو او په رسنيو کې د راڅرګندېدو تر څنګ، پر انټر نېټ د (فېسبوک) او (ټويټر) په څېر د اړيکو ټيګونې وېبپاڼو څرګندېدنه هم په پام کې نيولې وه.

Image caption مايکل جکسن له خپل مرګ وروسته د يو مليارډ ډالرو په ارزښت شتمن شوی دی.

دا اوونۍ د پاپ موسيقۍ د نړۍ مشهور سندرغاړي مايکل جکسن پر مرګ يو کال تېر شو. خو ښاغلي جکسن له خپل مرګ راهيسې د يو مليارډ ډالرو په ارزښت شتمن شوی دی. د (بېلبورډ) په نامه اقتصادي مجله وايي د جاکسن ثبت شوو سندرو د ۳۸۳ مليون ډالرو په ارزښت عايدات ترلاسه کړي، په داسې حال کې هغه فېلم چې له مرګ وروسته يې په اړه جوړ شوی، شاوخوا ۴ سوه مليون ډالره يې ګټلي دي. ټاکل شوې، د (سوني ميوزېک) شرکت د راتلونکيو اوو کلونو په اوږدو کې د مايکل جکسن موسيقۍ د داسې توکيو په ګډون چې پخوا نه دی اورېدل شوي، د لسو البومونو د توليد حق وپېري.

د (بېلبورډ) مجله وايي د موسيقۍ د دغه مړه شوي ستوري وارثان به له دغه قرارداده د ۲ سوه مليون او ۲۵۰ مليون ډالرو ترمنځ پانګه وګټي. دغه مجله وايي د مايکل جکسن د شرکت ارزښت چې (مايجاک) نومېږي (۱۵۰) مليون ډالرو ته رسېږي. مايکل جکسون د تېر ۲۰۰۹ کال د جون په ۲۵ مه په کلنۍ مړ شو.

Image caption په ګوري کې د جوزېف سټالين مجسمې ځای چې اوس خالي شوی دی.

په جورجيا کې چارواکيو د پخواني شوروي اتحاد د دوهم مشر (جوزېف ستالين) مجسمه د (ګوري) ښار له منځه، چې د ده د زېږېدو ځای هم و، لرې کړې ده. په راپورونو کې ويل شوي، دغه مجسمه چې له برونزو يا ژېړو جوړه شوې وه، اوږدوالی يې ۶ مترو ته رسېده. د (ګوري) ښاروال ويلي ټاکل شوې دغه مجسمه په ښار کې يوه موزيم ته ولېږدول شي، چې ستالين ته ځانګړی شوی دی.

خو د مجسمې پر ځای به په ۲۰۰۸کال کې د جورجيا او روسيې ترمنځ د جګړې قربانيانو د ياد څلی ودرول شي. په (ګوري) کې لا تر اوسه ستالين ته په پراخ درناوي کتل کېږي، او مجسمه يې له هغو کمو نښو شمېرل کېږي چې لا تر اوسه د پخواني شوروي اتحاد په بېلا بېلو برخو کې پاتې دي. په ۱۹۹۱ کال کې کله چې جورجيا له شوروي اتحاد خپلواکي ترلاسه کړه، د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې راغونډو شويو وګړيو د ستالين او لېنن مجسمې ويجاړې کړې، خو په سل ګونو د (ګوري) ښار په منځنۍ برخه کې راغونډ شول او د ستالين مجسمې ته يې د زيان رسولو مخنيوی کاوه.

Image caption د (بيټلز) موسيقۍ ډلې د دغې سندرې کلمې په (۱،۲) مليون ډالرو پلورل شوې دي.

د (بيټلز) موسيقۍ ډلې د يوې سندرې کلمې په (۱،۲) مليون ډالرو پلورل شوې دي. دغه سندره چې (د عمر يوه ورځ) نومېږي د (بيټلز) موسيقې ډلې د يو ستوري (جون لېنن John Lennon) په لاس ليکل شوې، او په نيويارک کې د (سودبي) مزادونو فعاليتونو په ترڅ کې وپلورل شوه.

د ليکنې بيه له هغه څه نه چې اټکل يې کېده ډېره لوړه وه. سندره چې (لېنن) له (پول مکارټني) سره ليکلې وه، په سره رنګ ده او ځينې سمونې او تبصرې په کې دي.

دا د هغې سندريزې کسټې وروستۍ سندره وه چې بيټلز ډلې په (۱۹۶۷) کال کې خپره کړې وه.

Image caption (پارک يونګ-ها) ۳۳ کلن و، راپورنه وايي چې مور يې وروسته له هغه وموند چې ځان يې په يو برښنايي مزي راځړولی و.

د جنوبی کوريا يو مشهور ډرامه ستوری او سندر غاړی (پارک يونګ-ها Park Yong-Ha) په خپل کور کې مړ موندل شوی. پوليس وايي داسې ښکاري، چې نوموړي ځان وژنه کړې وي. (پارک يونګ-ها) ۳۳ کلن و، راپورنه وايي چې مور يې وروسته له هغه وموند چې ځان يې په يو برښنايي مزي راځړولی و.

پوليس وايي ښاغلی پارک تر فشار لاندې و، هڅه يې کوله چې خپل هنري شرکت او دندې چارې سره سمې کړي، په داسې حال کې چې پلار يې د سرطان له ناروغۍ رنځ ګاله. که د دې خبرې پخلی وشي، نو د ښاغلي پارک مرګ به د هغې لړۍ يوه وروستۍ پېښه وي چې د جنوبي کوريا مشهورې څېرې په کې خپل ځانونه وژني.

له دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې فېلمستوری (چوی جين-سېل Choi Jin-sil)، او په ۲۰۰۵ کال کې (لي يون-جو Lee Eun-joo) هم په ورته توګه مړه شوي وو. د جنوبي کوريايانو ترمنځ د خپل عمر په ۲۰ کلونو او ۳۰ کلونو کې د مرګ مخکښ لامل ځان وژنه ده.

Image caption لاري کېنګ د کلونو په اوږدو کې د خپل پروګرام له لارې له زر ګونو مېلمنو سره شاوخوا ۴۰ زره مرکې کړې دي.

د امريکا د ټلوېزيون يو پېژندل شوی پروګرام وړاندې کوونکی (لاري کېنګ) وايي پرېکړه يې کړې چې له راتلونکي مني نور د خپل پروګرام (لاري کېنګ لايوو) له وړاندې کولو لاس واخلي. په دې توګه به دغه پروګرام درېږي چې له (۲۵) کلونو راهيسې د امريکا د سي ان ان تلوېزيون تر ټولو مخور پروګرام بلل کېږي. ښاغلی کېنګ چې (۷۶) کلن دی، وايي دی به له سي ان ان سره خپل کار ته دوام ورکوي، خو غواړي ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي.

لاري کېنګ د کلونو په اوږدو کې د خپل پروګرام له لارې له زر ګونو مېلمنو سره شاوخوا ۴۰ زره مرکې کړې چې له ولسمشرانو، پاچاهان نيولې بيا د هاليووډ ستوري او د سپورټ مشهورې څېرې په کې شاملې وې.

د پورټګال ليکوال (جوزې ساراماګو Jose Saramago) د ۸۷ کلنۍ په عمروفات شو. نوموړي په ۱۹۹۸ کال کې په ادب کې د نوبل جايزه اخيستې وه. ساراماګو چې يو کمونست و، د خپل عمر په پنځسمو کلونو کې يې شهرت موندلی و. د ده يو له غوره ناولونو (ړوندوالی) نومېږي، چې په ۱۹۹۵ کال کې يې ليکلی و او د يو داسې هېواد کيسه کوی چې ټول وګړي يې خپل ليد له لاسه ورکوي. ساراماګو په ۱۹۹۲ کال کې د خپلو ليکنو پر څار احتجاج وکړ، په تېره بيا وروسته له هغه چې حکومت د ده د ناندره ييزې ليکنې (انجيل د مسيح په اند) مخالفت وکړ، نو د ژوند لپاره (لازاروتي Lanzarote) ټاپو ته ولېږدېد.