گلاب منگل: نوى پوځي مرکز به امنيت پياوړى کړي

گلاب منگل
Image caption د هلمند والي وايي له نوي مرکز سره به د امنيت وضعه ښه شي .

د افغانستان د درو سويل لويديځو ولايتونو د پوځي چارو د رهبرۍ په هيله يوه نوې او لويه عمومي قومنداني په هلمند کې پرانيستل شوه . تر دې وړاندې به په دغو ولايتونو کې د حکومت مخالفو ځواکونو پر ضد د پوځي چارو مشري له کندهاره کيده .

افغان او بهرني چارواکي وايي په واشير ولسوالۍ کې د نوې قومندانۍ په پرانيستلو به د فراه ، نيمروز او هلمند له امنيتي چارو سره مرسته وشي.

د واشير په ولسوالۍ کې د دغه نوي مرکز له جوړيدا سره افغان او بهرنيو ځواکونو ډيرې هيلې غوټه کړي دي.

د دې قوماندانۍ پرانیست غونډې ته په وینا کې د هلمند والي ګلاب منګل تمه وښووده چې د دې مرکز جوړیدل به په سیمه کې د امنیت له ټینګښت سره د پام وړ مرسته وکړي:

(زه یقین لرم چې د دغې قوماندانۍ په جوړیدو سره به په هلمند، نیمروز او شاوخوا سیمو کې امنیتي حالات تر ډیره بریده ښه شي)

پر همدې مهال په افغانستان كې د امريكا د سمندري ځواكونو قوماندان جنرال ريچارډ ملز د دې قوماندانى پرانيستل د افغانستان اونړيوالو ایتلافي ځواکونو ترمنځ د گډې همكارۍ یوه بیلګه وبلله او ویې ویل چې له دې سره به په هلمند ، نيمروز او فراه ولایتونو کې د بیارغونې چارې نوې ساه واخلي او د بنسټیزو پروژو پلي کیدو ته به هم لاره هواره شي:

(نا هيلي شوي مخالفين چې افغان ولس ته يوازې غم او درد سپاري ، دغه ورانکاري افراطيان چې يوازې يې ظلم او تيرى ته مخه کړې ده او د هغه څه مخالف دي چې حکومت يې د دې ولايت او د افغانستان خلکو ته ورکوي چې په دې توگه ښه ژوند وکړي لکه د ښوونځيو جوړول ، کلينيکونه ، د کار موقعې ، سړکونه ، اوبه او تر هر څه مهم امنيت)

جنرال ملز زیاته کړه چې له دې سره به وتوانيږي، دحکومت مخالفينو په وړاندې مبارزه په هلمند او ګاونډیو ولایتونو کې لا اغيزمنه کړي، چې ورسره به د دۀ په وینا د حکومتي واکمنۍ لمن هغو سيمو ته هم وغځیږي، چې اوسمهال له امنیتي پلوه خوندي نه دي.

تر دې وړاندې د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو پریکړه کړې وه چې د افغانستان په سوېل کې د بهرنيو ځواکونو قومانداني پر دوو برخو وويشي .

کندهار، زابل، اورزګان او دايکنډي به د بريتانيايي قوماندانۍ په مشرۍ د سويلي قوماندانۍ په نامه فعاليت کوي، خو هلمند او نيمروز به د سوېل لويدېځي قوماندانۍ په چوکاټ کې اداره کېږي.

ورته مطالب