کرزي رحمت الله نبیل د ملي امنيت د رييس په توګه وټاکۀ

رحمت الله نبيل
Image caption جنرال رحمت الله نبيل د ولسمشر کرزي د محافظتي کارډ مشر و.

ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان په خپرولو سره تورنجنرال رحمت الله نبيل د افغانستان د ملي امنيت د مشر په توگه وټاکه.

ښاغلي نبيل په پيښور کې د اى ، ار ، سي د انجينرۍ پوهنځى لوستى، له ملگرو ملتونو سره پاتې شوى، د کرزي د لنډمهالې دورى په لومړيو کې د افغانستان د امنيت د ملي شورا د ساتنې د برخې مشر وټاکل شو او د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه.

نوموړي شپږ کاله پر دغه څوکۍ پاتې شو، وروسته د ولسمشر د محافظت د گارډ مشر وټاکل شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي دا چې ښاغلى نبيل په خپلو تيرو چارو کې بريالى و نو ځکه اوس د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ د ملي امنيت د مشر په توگه وټاکل شو.

خو د اساسي قانون له مخه ښاغلى نبيل اړ دى چې له راتلونکي ولسي جرگې نه د تايد رايې هم واخلي.

له تيرې نژدې راهيسې د افغانستان په سياسي او ټولنيزو کړيو کې دې پوښتنې ته انگيرل شوي ځوابونه ورکول کيدل چې څوک به د امرالله صالح پر ځاى د افغانستان د ملي امنيت مشر ټاکل کيږي.

په دغو انگيرل شويو کسانو د کندهار د پخواني نوم والي اسدالله خالد نوم ډير ياديده چې وروسته يې د قومونو او قبايلو چارو د وزير په توگه له ولسي جرگې نه د تايد رايه واخسته.بل نوم د انجينر ابراهيم سپين زاده ياديده نوموړى تر امرالله صالح وروسته د ملي امنيت سرپرست ټاکل شوى و .

همدا راز د جنرال حسام الدين حسام نوم هم ياديده چې اوس د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ د ښاغلي نبيل مرستيال ټاکل شوى دى، ښاغلى حسام په امنيتي چارو کې اوږده مخينه لري.

خو په پايله کې تورنجنرال رحمت الله نبيل د افغانستان د ملي امنيت د مشر په توگه وټاکل شو چې نوموړى تر دې مخکې ډير پيژندل شوى نه وو.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ يوه تن وياند سيامک هروي بي بي سي ته وويل چې نوموړى په خپلو تيرو چارو کې بريالي وو نو ځکه د ملي امنيت د مشر په توگه وټکل شو:

''ښاغلى رحمت د افغانستان په امنيتي دستگاه کې اوږده مخينه لري ،په ځانگړي ډول د ولسمشرۍ د محافظت په برخه کې، نوموړى ښه تجربه لري او له امنيتي سرچينو سره يې کار کړى دى، نوموړى يو ښه سړى، او د لوړو زده کړو څښتن دى، او افغانستان او د افغانستان امنيتي ادارو ته ژمن دى، همدغو ښيگڼو ته په پام سره ولسمشر نوموړى پر دغې څوکۍ وټاکه.''

د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح تل پر گاونډي هيواد پاکستان توندې، بربنډې،او ښکاره نيوکي کولې او ددغه هيواد استخبارات يې د افغانستان په بې ثباتۍ کې ښکيل بلل.

Image caption د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح تل پر گاونډي هيواد پاکستان توندې، بربنډې،او ښکاره نيوکي کولې او ددغه هيواد استخبارات يې د افغانستان په بې ثباتۍ کې ښکيل بلل.

دا هغه څه وو چې په تيرو څو کلونو کې يې له کبله د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکي خړ پړ شوي وو د ملي امنيت د نوي مشر تگلاره تر دې مهاله نه ده څرگنده خو انگيرنه داده چې کېدى شي اوس ددواړو هيوادونو تر منځ پخوانۍ ترينگلتيا او شکونه تر يوه ځايه کم شي.

ښاغلى نبيل د افغانستان د وردگو ولايت وسيدونکې دى او ويل کيږي چې پلار يې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال نايب الحکومه و، رحمت الله نبيل چې اوس شا وخوا څلويښت کلونه عمر لري د کډوالۍ پر مهال يې په پيښور کې د اى ، ار، سي د انجينرۍ پوهنځى لوستى دى، او بيا يې څوارلس کاله د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په اډانه کې په اسلام اباد پيښور او افغانستان کې دنده تر سره کړې ده.

د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته چې نوى اداره جوړه شوه ښاغلي نبيل د شاوخوا شپږو کلونو لپاره د افغانستان د امنيت د شورا د حفاظت يانې ساتنې د څانگي مشري پر غاړه واخسته چې دغه مهال ولسمشر حامد کرزي د جنرالۍ رتبه ورکړه، وروسته نوموړي د ولسمشر حامد کرزي د ساتنې د گارډ په توگه وگمارل شو چې تر دې مهاله يې همدغه دنده تر سره کوله.

د افغانستان د وزيرانو شورا وياند فيضي ځدران رسنيو ته ويلي دي چې ښاغلى نبيل به اوس خپل کار روان ساتي خو چې نوې ولسي جرگه د ټاکنو د پايلو تر څرگنديدو وروسته په کار پيل وکړي نو بيا به د ملي امنيت مشر اړ وي چې له ولسي جرگې نه د تايد رايې واخلي.