IEC: ځينو کاندیدانو د اصولو خلاف کمپاین کړی

بېل بورډ
Image caption په رسنيو کې د کانديدانو پيغامونو او وينا وو او د واټونو پر سر د ځينو تصويرونو ته په کتو سره ښکاري چې د کانديدانو ترمنځ په کمپاين کې ستر واټن مو جود دی.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون وايي په لسگونو کانديدانو د دوى د طرزالعمل خلاف کمپاين کړي او گواښ کوي که دغه ډول کمپاين دوام وکړي جدي چلند به ور سره وشي.

په دغه برخه کې پر دېوالونو او د برېښنا په ستنو د تصويرونو ځړول ډېر يادېږي.

د ټاکنو کميسيون په ځينو سيمو کې د نا امنيو له شته والي سره سره تر دې مهاله په ټول افغانستان کې د ولسي جرگې د کانديدانو د کمپاين له بهيره خوښي ښيي، خو لا هم د ډېرو نوماندو د کمپاين درک نشته، خو ځينو نورو په پراخه کچه دغه چاره روانه کړې.

په داسې حال کې چې د ولسي جرگې د کانديدانود کمپاين له پيله نژدې ٢ اوونۍ تيرې شوي لاهم د يو شمېر زياتو کانديدانو د تصويرونو او کمپاين درک نشته چې لويه برخه يې په پلازمېنه کابل کې د ولسي جرگې پخواني غړي دي.

خو د افغانستان د ټاکنو کميسيون وايي چې په لسگونو کانديدانو په ټول افغانستان کې د دوى د ټاکل شويو اصولو خلاف کمپاين روان کړى.

سره له دې چې د کمپاين له پيل وړاندې د ټاکنو کميسيو ن په مشخصو ځايونو کې د تصويرونو د نصبولو لارښونه کړې وه خو دا مهال د پلازمينې په ډيرو ديوالونو او د رينا په ستنو او داسې ډيرو ځاينونو نښلولي چې د کميسيون د سپارښتنو خلاف دي .

ځينو نورو بيا د ښار د واټونو پر سر په لويو بيل بورډونو کې خپل تصويرونه نصب کړي دي.

تراوسه داسې ښکاري چې د هغو کانديدانو کمپاين ښه په درز کې روان دي چې پراخ مالي امکانات لري او يا يې رسنى په واک کې دي.

هغه کانديدان چې را ديوگانې او تلويزيونه يې خپل دي په هرو څو دقيقو کې د دوى پيغامونه خپريږوي او په پراخه کچه يې کمپاين پيل کړى.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون د رسنيو د ارزونې کميسيون مشر دلاور نذيرزوى وايي چې کانديدان د رڼو مالي امکاناتو د شته والي په صورت کې تر خپله توانه چې هر څومره يې زړه وي کمپاين کولى شي.

په رسنيو کې د کانديدانو پيغامونو او وينا وو او د واټونو پر سر د ځينو تصويرونو ته په کتو سره ښکاري چې د کانديدانو ترمنځ په کمپاين کې ستر واټن مو جود دی.

د ځينو يې ډير تت او واړه تصويرونه په ډيرو گوښه ځايونوکې ليدلي چې له ورايه د هغو د مالي امکاناتو د کموالي اشارې ورکوي.

خو د هغو په اړه چې تر اوسه يې ټاکنيز کمپاين نه دى پيل کړى ويل کيږي چې د وروستيو وروځو د را رسيدو په تمه دي او د ولسي جرگې د هغو پخوانيو غړو په اړه چې لا تر اوسه يې خپل کمياين نه دى پيل کړى.

ځينې يې وايي چې دوى خلک پيژني او وروسته به په يوه ډول خپلو مينه والو ته خپل غږ ورسوي .

سره له دې چې دافغانستان په يو شمير سويلي سيمو کې کانديدانو د نا امنيو له کبله ډيرو سيمو ته د کمپاين لپاره د تلو له ستونزې سر ټکولي د ټاکنو د کميسيون چارواکي د کپياينونو له روان بهيره خوښي ښيي او يادونه کوي چې تر اوسه هيڅ کانديد ته له دې اړخه کومه ستونزه نه ده ور پيښه شوې .

ورته مطالب