په پكتيا كې د ازادو رسنيو ګډ مركز پرانيستل شو

د ژورنالېستانو دا رسنيز مركز په داسې حال كې جوړيږي چې تېره ورځ د افغانستان د ختيځو سيمو ژورنالستانو د يوې غونډې پر مهال د خپلو ستونزو د ياولو تر څنګ له ټولو دولتي چارواكو وغوښتل چې د دوی ستونزو ته دې حل لارې پيدا كړي
Image caption د ژورنالېستانو دا رسنيز مركز په داسې حال كې جوړيږي چې تېره ورځ د افغانستان د ختيځو سيمو ژورنالستانو د يوې غونډې پر مهال د خپلو ستونزو د ياولو تر څنګ له ټولو دولتي چارواكو وغوښتل چې د دوی ستونزو ته دې حل لارې پيدا كړي

نن د سې شنبې په ورځ د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د ازادو رسنيو د استازيو له لوري د (PPC) پكتيا پرېس كلب په نوم يو ازاد رسنيز مركز پرانيستل شو.

په دغه غونډه كې چې د پكتيا ولايت د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پكتيا د والي تر څنګ پكې د (۲۰۳) تندر قول اردو قومنداني وياند سا عت ګل هوتك او د دې ولايت د رياستونو ريسانو او ژورنالستانو ګډون كړى و.

د پرانيستنې په دې غونډه كې د دې رسنيز مركز مشر احسان الله مهجور د ښه راغلاست وينا ترڅنګ د دې مركز د جوړېدو په موخه او ارزښت خبرې وكړې.

مهجور وويل چې دا كار يې د ازادو رسنيو د استازيو د هغو سترو ستونزو د هواري په موخه كړى چې په دې ولايت كې ورسره مخ دي.

نوموړي وويل چې په دې ولايت كې د ازدو رسنيو استازيو ته په خپل وخت د خبر نه تايد او د انټرنېټ نه شتون تر ټولو غټې ستونزې وې چې د دې مركز د پرانيستنې سره به دا ستونزې تر ډېره له منځه لاړې شي.

ده داهم وويل چې دا مركز يې دژورناستانو د تخيكي او نورو ستونزو د هواري او ددوئ د يو موټي كيدو په موخه جوړ كړى دى .

د پرانيستنې په دې غونډه كې د پكتيا ولايت والي جمعه خان همدرد د ژورنالېستانو د دې مركز (پكتيا پرېس كلب ) په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې دى به ورسره تر خپله وسه همكاري وكړي.

Image caption د پکتيا پرېس کلب د پرانیستلو په غونډه كې د ژورنالېستانو او اداري رييسانو ترڅنګ د (UN) او (DAI) بهرنيو ادرو استازو هم ګډون كړى و.

نوموړي د رسنيو د استازيو له لوري د داسې يو مركز پرانيستل وستايل او ويې ويل چې د دې پرېس كلب په رامنځ ته كېدو به زموږ او ژورنالېستانو تر منځ هغه ستونزې هم هواري شي چې ډېر وخت به ورسره مخ كېدو.

دۀ دې ته اشاره وكړه چې ډېر وخت به د ناسم پوهاوي په وجه د پېښو په ارقامو كې د ژورناليستانو له لوري ګوتې وهل كېدې، او يا به دوی د پېښو له نه تايید سره مخامخ كېدل.

ليكوال او ژورنالست نيازالله اصيل په تيرو دريو كلونو كې د پكتيا دژورنالستانو په حالت او ستونزو خبرې وكړې.

ده وويل چې چارواكي ژورنالستانو ته په وخت او كره مالومات نه وركوي . او په همدې مهال يې په چارواكو غږ وكړ چې له ژورنالستانو سره دې د هغو د كار په برخه كې مرسته وكړي .

په ياده غونډه كې د ژورنالېستانو او اداري رييسانو ترڅنګ د (UN) او (DAI) بهرنيو ادرو استازو هم ګډون كړى و.

د ژورنالېستانو دا رسنيز مركز په داسې حال كې جوړيږي چې تېره ورځ د افغانستان د ختيځو سيمو ژورنالستانو د يوې غونډې پر مهال د خپلو ستونزو د ياولو تر څنګ له ټولو دولتي چارواكو وغوښتل چې د دوی ستونزو ته دې حل لارې پيدا كړي چې وكولى شي چې خپل رسنيز مسؤوليت په ښه ډول سره ادا كړي.