سپنتا: پاکستان باید سخت دريځې ډلې 'ښې' وځپي

ښاغلی سپنتا
Image caption ښاغلي سپنتا پاکستان د القاعده، کوټي د شورا،حقاني شبکۍ، حکمنتیار د ډلې، حزب التحریر، د ازبکو او چیچنیايي ډلو پرضد په اقدام کې ناکام وبالۀ.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار له پاکستانه غوښتنه کړې د هغو سخت دریځو ډلو پرضد سخت اقدامات وکړي چې په پاکستان کې له خوندي پټن ځایونو نه په افغانستان بریدونه کوي.

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا له فرانس پریس آژانس سره په مرکه کې دغه څرګندونې یوه اوونې وروسته ترهغې کړې چې د الجریزې تلویزیوني شبکې د پاکستاني چارواکو په منځګړیتوب د حقانې ډلې د مشر سراج الدین حقاني او ولسمشر کرزي ترمنځ د خبرو په اړه راپور خپور کړ خو دا راپور افغانستان، پاکستان او طالبانو درې سرو رد کړ.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلې افغانستان ډیر داسې شواهد لري چې پاکستاني چارواکو القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړی او د هغه په وينا افغانستان ډیر ځله دغه شواهد پاکستان ته وړاندې کړي هم دي.

د ښاغلي سپنتا په خبره اسلام آباد له کابل سره په سرحدي سیمو کې د اورپکو ډلو پرضد په اقدام کې پاتي راغلی خو دا چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې برخه لري له دې امله دده تمه له نهو کالو وروسته له پاکستانه دا ده چې د ترهګرۍ پرضد جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو مشران او د هغو کسانو لیستونه دوی ته وسپاري چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

Image caption ښاغلی سپنتا وايي که اسلام آباد داسې انګیري چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ولسمشر اوباما له پلان سره سم د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره به د افغانستان حکومت کمزوري شي او دوی به وکولای شي چې افغانستان په خپل یوه ګوډاګي بدل کړي نو دا یې ناسمه انګیرنه ده.

په داسي حال کې چې افغان چارواکو تر دې وړاندې هم د ځینو ترهګرو بریدونو پړه په پاکستان کې پر ترهګرو ډلو اچولې او ویلې یې دي چې له دغو ډلو سره د پاکستان استخبارات او پوځ مرسته کوي.

ښاغلي سپنتا یو ځل بیا وویل موږ شواهد لرو چې زموږ د خلکو پرضد په ورځینو بریدونو کې له پاکستانه اورپکي لاس لري او دغلته نړیوالې جهادي ډلې فعاله دي، زموږ له پولو اخوا پناه ځایونه او اډې لري چې دا یوه جدي ستونزه ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان د استخباراتو او پوځي چارواکو کابل ته سفرونه وکړل. ښاغلی سپنتا وايي هیله من دی چې له پاکستان سره په راتلونکې غونډه کې چې ښايي راتلونکې میاشت په کابل یا اسلام آباد کې وشي ددې جدې موضوع په اړه رغنده خبرې پیل کړي.

دغه راز ښاغلي سپنتا پاکستان د القاعده، کوټي د شورا،حقاني شبکۍ، حکمنتیار د ډلې، حزب التحریر، د ازبکو او چیچنیايي ډلو پرضد په اقدام کې ناکام وبالۀ.

ده په عین حال کې دا هم وویل چې افغانستان او پاکستان د ورورولی اړیکې لري خو که اسلام آباد ګومان کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به له یوه کمزوري ګاونډي سره مخامخ وي دا یې تیروتنه ده.

ښاغلی سپنتا وايي که اسلام آباد داسې انګیري چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ولسمشر اوباما له پلان سره سم د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره به د افغانستان حکومت کمزوري شي او دوی به وکولای شي چې افغانستان په خپل یوه ګوډاګي بدل کړي نو دا یې ناسمه انګیرنه ده.

ورته مطالب