IEC خپلو ولایتي کارکوونکو ته د درغلۍ نه کولو لوړه ورکړه

لوړه
Image caption د ټاکنو کميسیون خپلو ولایتي مامورینو ته له دې امله لوړه ورکړه، چې د پارلماني ټاکنو پرمهال درغلي ونه کړي.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو د رڼوالي لپاره ددغه کمېسيون ولايتي لوړ پوړو مامورينو ته لوړه ورکړه.

د ټاکنو کمېسيون وايي موخه يې داده چې د ولسي جرګې د ټاکنو په بهير کې د هغو درغليو مخه ونيول شي چې تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته يې ادعاوې کېدې.

د ټاکنو کمېسيون ددې تر څنګ پر نړيواله ټولنه هم غږ وکړ چې د ټاکنو د څارنې لپاره خپل څارونکي را واستوي.

د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د اعا شويو درغليو له امله راپورته شوی سياسي کړکېچ لا هم يو مخ له منځه نه ده تللې .

خو د ټاکنو کمېسيون وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې به د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال ادعا شوې درغلۍ تکرار نه شي .

کمېسيون پتېلې چې دا ځل پر نورو لارو چارو سربېره د لوړې په مرسته ددرغليو او لاسوهنو مخه ونيسي .

په همدې موخه د ټاکنو کمېسيون ولايتي مشرانو ته لوړه ورکړل شوه چې نه به پخپله درغلي کوي او نه بل چا ته اجازه ورکوي.

د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنيوي وويل دا کار ددې لپاره کوي چې رڼې ټاکنې وشي:

'' موږ هڅه کوو چې سالمې ټاکنې وشي او غواړو چې د افغانانو حق دوی ته وسپارل شي او ضايع نه شي. تر هغه ځايه چې شرايط او حالات اجازه راکوي نو موږ به هڅه وکړو خو په کوم ځای کې که زموږ په وس کې نه و نو زموږ مسوليت هم نشته . د ولايتونو ښاغليو امرينو! تاسې دا احساس و نه کړی ء چې پر تاسې يو شی تحميل شوی دی ، خو تاسې ټول په دې پوهېږیء چې ما هم قسم خوړلی او زما قسم ستاسې په استازيتوب و.

نو زه بايد ډاډه شم، کميسيون ډاډه شي او افغان ملت ډاډه شي چې واقعا موږ او تاسې ټول هوډمن يو چې د قانون پر بنسټ سالمې ټاکنې تر سره کړو. ''

Image caption ښاغلي معنوي پر نړيواله ټولنه هم غږ وکړ چې د ټاکنو د بهير د څارنې لپاره خپل استازي را واستوي .

د تېرو ټاکنو پر مهال داسې ادعاوې هم وې چې د نورو زورو او ځواکونو کړيو تر څنګ يو شمېر دولتي چارواکو هم په درغليو کې لاس درلود.

خو د ټاکنو د کمېسيون مشر وايي چې دوی له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتي چې په ټاکنيز بهير کې لاسوهنه ونه کړي.

ښاغلي معنوي پر نړيواله ټولنه هم غږ وکړ چې د ټاکنو د بهير د څارنې لپاره خپل استازي را واستوي .

تر تېرو ولسمشريزو ټاکنو وروسته ولسمشر کرزی چې بهرني څارونکي په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړل او له هغه وروسته داسې فکر کېده چې په راتلونکو ټاکنو کې به بهرنيانو ته ددغه بهير د څارنې اجازه ور نه کړل شي .

ورته مطالب