بهرنیو ځواکونو ۵ افغان سرتېري ۲ ولسي وګړي ووژل

د ایساف چورلکه
Image caption دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو په برید کې د افغانستان د ملي اردو سرتېري وژل کېږي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو په هوايي بريد د ملي اردو ۵ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دا پېښه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د رشيدخېلو په سیمه کې شوې ده.

بل خوا ناټو ځواکونو په مزار شریف ښار کې دوه ولسي وګړي وژلي او درې نور يې له ځانه سره وړي دي.

د افغانستان دفاع د ملي اردو د شپږ سرتېرو د وژل کېدو پېښه تاييد کړې ده.

د دغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي بي سي ته د ملي اردو د سرتېرو وژل کېدل د خواشينۍ وړ خبر بللی دی:

''له بده مرغه چې وژل شوي کسان د ملي اردو سرتېري ول، تېره شپه شاوخوا څلور بجې د بند سردې او رحیم خېلو ترمنځ په کمين کې ناست ول، په دې حال کې د ایساف ځواکونو بمباري پرې کړې، پنځه سرتېري يې وژلي او دوه نور ټپيان دي. ''

نوموړی وايي چې نن ګهيځ یې د پېښې په اړه پلټنه پیل کړې او دا پېښه په سختو ټکو غندي.

بهرنیو ځواکونو هم بي بي سي ته په خپل غبرګون کې ويلي چې دا پېښه په تېروتنې شوې ده.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ويلي چې د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

د اندړو ولسوال ويلي دا سرتېرې هغه مهال ووژل شول، چې وسله والو ته په يوه کمين کې ناست ول، چې بهرنیو ځواکونو بمبار پرې وکړ.

وړاندې هم د بهرنیو ځوکونو لخوا افغان سرتېري په نخښه شوي او وژل شوي دي.

ورته مطالب