په ننګرهار کې ځانمرګی بريد شوی

جلال اباد
Image caption ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې نسبتا ارام ولايت بلل کېږي.

چارواکي وايي د جلال اباد ښار د بهسودو پله په سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان ځانمرګی بريد شوی دی .

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي چې پر يوه امريکايي ګاډي لمبې بلېږي او اطفايه ورته ولاړه ده ، خو تر اوسه پورې يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د عامې روغتيا ځايي چارواکي وايي چې په بريد کې نهه ولسي وګړي ټپيان شوي او يو بل تن وژل شو ی دی .

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريد دوی کړی دی .

ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې د نسبتا ارامو ولايتونو له ډلې څخه دی، خو په دې وروستيو کې ورڅخه د نا امنيو د پېښو ريپوټونه ورکول کېږي .

تر دې وړاندې د چنګاښ پر نهمه ، د جلال اباد پر هوايي ډګر وسله والو ډله يیز بريد وکړ.

د ننګرهار امنیتي چارواکو ويلي پر وسلو سنبالو کسانو او ځانمرګو بريد کوونکو د جلال اباد پر هوايي اډې بريد وکړ، چې تر يوه ځانمرګي بريد وروسته وسله وال هوايي ډګر ته ننوتل.

طالبانو ادعا کوله چې په بريد کې يې بهرنيانو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده خو ناټو ځواکونو دغه ادعا نه منله .