ملي امنیت: يوه ۶ کسيزه ترهګره ډله مو ونیوله

Image caption د افغانستان د ملي امنيت رياست داسې مهال د دغو مشکوکو ترهگرو ډلو د نيولو خبره کوي چې کابل د يوه نړيوال کنفرانس لپاره له تېرو څو مياشتو راهيسې چمتووالى نيسي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست چارواکي وايي پر کابل ښار يې د يو لړ ممکنه بريدونو او چاودنو پلانوونکي او طراحان نيولي دي.

د ملي امنيت رياست چارواکي وايي له دغو کسانو سره يې د يوه گاډي ترڅنگ لسگونه کيلو گرامه چاويديدونکي توکي هم نيولي دي.

دوى ادعا کوي چې نيول شوي کسان په پاکستان کې روزل شوي دي.

بل لوري ته د ملي امنيت رياست په کابل ښار او ننگرهار ولايت کې د يو لړ وروستيو بريدونو اوچاودنو په تړاوو د پنځو مشکوکو کسانو د نيولو خبر هم ورکړ.

د چارواکو په خبره په دې نيول شوې شپږ کسيزه ډله کې يوه تن د کابل ښار د يوه جومات امام دى.

د افغانستان د استخباراتو اداره وايي له نيول شوو سره ٤٥٠ کيلو چاودېدونکي توکي، حکومت ضد تبليغاتي پاڼې او يوه گاډى چې گواکې د ځانمرگي بريد د ترسره کولو لپاره چمتو شوى و، هم نيولي دي.

د يادې شوې ادارې وياند سعيد انصاري وايي دوى غوښتل چې په نژدې ورځو کې په کابل ښار کې يو لړ چاودنې او بريدونه وکړي

''د ترهگرو يوه شپږ کسيزه ډله چې غوښتل يې د کابل ښار امنيت گډ وډ کړ ونيول شوه. دوى په دې وروستيو کې غوښتل چې د ځانمرگو بريدونو او نورو چاودنو لپاره چمتووالى ونيسي او دغه چارې تنظيم کړي، چې له نېکه مرغه د ملي امنيت د موظفينو له لوري تر پېژندل کېدا وروسته ونيول شول.''

ښاغلي انصاري وويل دغو کسانو په پکتيا ولايت کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو د شوو ځانمرگو بريدونو او چادونو مسووليت هم منلى دى.

په همدې حال کې د استخباراتو ادارې په کابل ښار کې، د هند پر سفارت، د هند پر يوه مېلمستون او يو شمېر نورو ځايونو کې د ځانمرگو بريدونو او چادونو په تړاوو د يوې بلې څلور کسيزې ډلې د نيولو خبر هم ورکړ.

نوموړې ادارې په ننگرهار کې د وروستيو نا امنيو په تړاو د يوه بل مشکوک کس د نيولو دعوه هم کوي چې په خبره يې دوى ټول د طالبانو د دوو مشرانو جلالدين حقاني او انورالحق مجاهد غړي دي.

نيول شوي کسان په خپله د رسنيو مخې ته و نه درول شول، خو د کمپيوټر له لارې د هغوى تصويرونه خبريالانو ته وښودل شول.

د افغانستان د ملي امنيت رياست داسې مهال د دغو مشکوکو ترهگرو ډلو د نيولو خبره کوي چې کابل د يوه نړيوال کنفرانس لپاره له تېرو څو مياشتو راهيسې چمتووالى نيسي.

د ملي امنيت رياست چاراکو هوډ څرگند کړ چې د روانې عيسوي مياشتې پر ۲۰ نېټه د کابل د راروان کنفرانس د امنيت ټينگولو په برخه کې خپلې هڅې گړندۍ کوي.