په خوست کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو

د خوست د يوې مخکنۍ چاودنې عکس

افغان چارواکي وايي د خوست –ګردېز پر لویه لاره د موټر په وسیله پر امريکايي ځواکونو ځانمرګی بريد وشو.

برید نن سهار (شنبه، د جولای لسمه) د خوست د مندوزیو ولسوالۍ په اسماعیل خېلو سیمه کې شوی.

د مندوزیو ولسوال وايي چې له برید سره سمه ستره چاودنه هم وشوه، خو دقیق مالومات يې نه لري.

د خوست امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحق زي بي بي سي ته پېښه تاييد کړه، خو وویل چې په برید کې چا ته زیان نه دی اوښتي.

تر برید وروسته سیمه کلابنده شوې، او څوک نژدې نه ورپرېږدي.

د بهرنیو ځواکونو يوه تن ویاند جګړن کاتي کيندريک د پېښې پر تاييد سربېره ويلي چې په برید کې د ناټو يو سرتېری ټپي شوی دی.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د تېر جون میاشت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.

يوازې په تېر جون میاشت کې تر سلو ډېر بهرني پوځيان وژل شوي ول.

د ځانمرګي بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د طالبانو يوه تن وياند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي برید د دوی يوه غړي کړی.

نوموړي د لږترلږه لسو امريکايي پوځيانو د وژل کېدا ادعا هم کړې.

ورته مطالب