پکتیا: ناپېژاندو وسله والو ۱۱مسافر وژلي

د پکتیا نقشه
Image caption پکتيا له پاکستان سره ګډه پوله لري، چې وخت ناوخت ترې د تاوتریخوالي خبرونه ورکول کېږي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په سورۍ خولې سيمه کې پر يوه پلاینګ کوچ ګاډي وسله والو برید کړی، چې له امله يې ۱۱ تنه وژل شوي.

د پکتیا د والي وياند روح الله سمون بي بي سي ته وويل پېښه نن سهار هغه مهال شوې، چې ناپېژاندو وسله والو د پاړه چينار د شیعه مذهبه پاکستاني وګړو د سپرلۍ پر ګاډي بريد وکړ او ۱۱ تنه يې ترې ووژل، خو وروسته يې وویل چې ټول وژل شوي افغانان دي:

''په ګاډي کې سپاره مسافر له پولې هاخوا افغانستان ته راغلي ول، چې ګردېز خوا ته راروان ول، لومړی داسې ویل کېدل چې دوی د کرمې ايجسنۍ اوسېدونکي دي، خو وروسته په ډاګه شوه، چې ټول افغانان او د لوګر ولایت اوسېدونکي دي، پر دوی غلچکی برید شوی دی، چې موږ به يې په ګډه پلټنه کوو. ''

د يکشنبې پر ورځ د وژل شوو خپلوانو په لوګر کې د کابل - ګردېز لوی سړک تړلی و او د برید کوونکو د موندلو غوښتنه يې کوله.

مخکني مالومات

روح الله سمون زياتوي، چې دغه کسان د پاړه چينار نه کابل ته روان ول چې له ناببره برید سره مخامخ شول.

د برید پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

وسله والو طالبانو ويلي چې د دغه برید په اړه پلټنه کوي، چې ايا د دوی غړو کړی او که بل چا.

پکتیا د پاکستان له پاړه چينار سره ګډه پوله لري.

د پاړه چینار شیعه ګان په سیمه کې له سُنیانو سره ژوره دښمني لري.

د پاړه چینار شیعه وګړي، نېغ په نېغه له هغه ځایه پښتونخوا ته نه شي تلی، همدا لامل دی چې يوځل د افغانستان خاورې ته ننوځي او له هغه ځايه بيا پېښور او نورو سيمو ته ځي.

ډېر کله په ټل کې سنیان شیعه وګړي کوزوي او وژني يې.

ځانګړو ځواکونو يو بزګر وژلی

بل خوا د پکتيا د والي وياند وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ په غړک کلي کې ځانګړو بهرنیو ځواکونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې يو بزګر وژل شوی او ۱۱ نور کلیوال يې له ځانه سره وړي دي.

روح الله سمون بي بي سي ته وویل نن سهار د غړک لسګونه کلیوال د پکتیا د ولایت مخې ته لاریون کړی.

لاریون کوونکي وايي تر هغه چې بهرنیو ځانګړو ځواکونو بې ګناه کلیوال نه وي راخوشي کړي، دوی به سبا هم خپل لاریون ته دوام ورکړي.

په غصه لاریون کوونکو ګواښ کړی، که چېرې يې کلیوال راخوشي نشي، نو له دولت سره به هېڅ راز همکاري ونه کړي او د مخالفت لاره به ونیسي.

ورته مطالب