افغانستان کې د ماشومانو موسمي ناروغۍ ډېرې شوې

ماشوم
Image caption د عامې روغتيا وزارت هم مني چې په دې وروستيو کې د کابل په گډون د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم مکروبي ناروغۍ ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې روغتيايي چارواکي وايي چې دغلته د هوا د تودوالي له امله د ماشومانو موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي.

يوازې په پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د روغتون يوۀ مشر بي بي سي ته وويل چې هره ورځ ورته له۷۰۰ ډېر ماشومان وروستل کېږي چې له اسهال، محرقې او تبې ځورېږي.

هغه ددې ناروغيو لامل د کورنيو لخوا د پاکۍ او روغتيا ساتنې د اصولو نه مراعاتول بولي.

په افغانستان کې ماشومانو ته پېښېدونکې دغه ناروغۍ مکروبي دي چې د روغتيايي کارپوهانو په وينا د گرمي پر مهال ډېرېږي.

د کابل ښار د ماشومانو د روغتون اندراگاندي چارواکي وايي چې له پنځسو په سلو کې ډېرو ورغلو ماشومانو اسهال ناروغي لرله چې په وينا يې د روغتيا ساتنې د اصولو د نه په پام کې نيولو له امله پېښېږي.

ددغۀ روغتون مشر ډاکټر نورالحق يوسفزى وايي چې ددې ناروغانو د درملنې لپاره يې په روغتون کې دوه اضافي وارډونه يا بستر خونې جوړې کړي او هره ورځ لسگونه هغوى بستروي.

د ښاغلي يوسفزي په وينا له دې امله چې مکروبي ناروغۍ لنډې او بېړنۍ درملنې ته اړتيا لري، دوى کولاى شي د ناروغانو د يادې شوې لوړې شمېرې درملنه وکړي او له ستونزو سره مخامخ نه شي.

د عامې روغتيا وزارت هم مني چې په دې وروستيو کې د کابل په گډون د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم مکروبي ناروغۍ ډېرې شوې دي.

د دغۀ وزارت وياند غلام سخي کارگر وايي چې له همدې امله د پلازمېنې ټولو روغتونونو ته ويل شوي چې ډېرو ناروغانو ته د رسېدو په موخه د بستر خونو شمېره لوړه کړي:

"ډېرى ناروغان چې زموږ روغتونونو ته راغلي په موسمي ناروغيو اخته وو. موږ په دې توانېدلي يو چې د پلازمېنې په ټولو روغتونونو کې له اړتيا سره سم له لسو تر شلو بستره بېړنيو پېښو ته ځانگړي او چمتو کړو چې په دې توگه د ځاني زيانونو مخه ونيول شي."

په افغانستان کې د موسمي مکروبي ناروغيو د ډېرېدو خبر پر داسې مهال خپرېږي چې په دغۀ ښار کې د تودوخې درجه له ۳۵ اوښتې ده.

ددې ترڅنگ په ښار کې د څښاک د پاکو اوبو کموالى، د هوا او چاپېريال ککړتيا او په خوراکي توکو په تېره بيا سبزيو او مېوو کې د روغتيايي اصولو په پام کې نه نيول هغه څه دي چې د روغتياپالو په وينا کولاى شي يادې شوې ناروغۍ ډېرې کړي.