زاخېلوال: په کابل کنفرانس کې به د مرستو افغانیزه کېده وغواړو

ښاغلی زاخېلوال
Image caption د افغانستان د ماليې وزير چې د کنفرانس له مهمو تنظيمونکي يو دى خبريالانو ته وويل چې اصلي موخه د افغانستان د بيارغاونې د پروژې افغاني کېدل دي.

د افغانستان د ماليې وزير وايي د کابل په کنفرانس کې به له نړيوالې ټولنې وغواړي چې 80 په سلو مرستې د دوى له لارې او ددوى د لومړيتوبونو پر بنسټ ولگېږي.

د کابل د کنفرانس اصلي موخه داده چې د مرستو د لگولو، بيارغاونې او نورې ټولې چارې افغاني بڼه غوره کړي او د افغانانو د لومړيتوبونو پر بنسټ مصرف شي.

ټاکل شوې چې په دغه کنفرانس کې چې راتلونکې سه شنبې به جوړ شي، د يو کم څلويښتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د ډېرو نورو هېوادونو لوړپوړي چاروکي گډون وکړي.

د کابل کنفرانس د جوړېدو په درشل کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي سره يو ځاى د کنفرانس تنظيموونکو د تياريو د بشپړېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د ماليې وزير چې د کنفرانس له مهمو تنظيمونکي يو دى خبريالانو ته وويل چې اصلي موخه د افغانستان د بيارغاونې د پروژې افغاني کېدل دي.

حضرت عمر زاخېلوال تمه وښوده چې د کابل په کنفرانس کې به نړيوال ومني چې خپلې نيمايي مرستې به د افغانستان د بوديجې له لارې لگوي او 30 په سلو کې نورې مرستې به د دوى د لومړيتوبونو پر بنسټ ولگېږي.

ښاغلي زاخېلوال وويل د کابل په کنفرانس کې به نوې مرستې نه غوښتل کېږي، خو ټينگار به پردې کوي چې په پخوانيو کنفرانسونو کې ژمنه شوې مرستې د دوى پروگرامونه ته ورکړي چې ټاکل شوې په پنځو برخو کې ورته د افغان چارواکو لخوا وړاندې شي.

تر دې مهاله افغان حکومت د ١٢ ميليارد ډالرو نړيوالو مرستو يقيني ژمنې لري.

د کابل کنفرانس د لندن د نړيوالې ناستې د ژمنو د عملي کولو لپاره د مشخصو عملي پروگرامونو د وړاندې کېدو او منل کېدو ناسته ده چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانگړي استازي سټيفن ډيمسټورا په وينا په څو مهموبه پکې پرېکړې وشي:

''هغه غوښتنه چې موږ وړاندې کړی دا ده، چې په راتلونکو دوه کلونو کې په سلو کې ۸۰ نړیوالې مرستې زموږ له لومړیتوبونو سره سر وخوري. تر اوسه د نړیوالۍ ټولنې لخوا دا وړاندیز نه دی منل شوی، خو دا په دې مانا نه ده چې ۸۰ سلنه مرستې به د افغان حکومت له لوري لګول کېږي، اوس نړیوالې ټولنې دا ژمنه راسره کړې، چې په سلو کې ۵۰ مرستې به د افغانستان د حکومت لخوا لګول کېږي. ''

ښاغلي ډيمسټورا د کابل کنفرانس ډېر مهم او د افغانستان په تاريخ کې د خپل ډول لومړى لويه نړيواله ناسته وبلله چې په باور يې يو ځل بيا به له افغانستان سره پراخ نړيوال ملاتړ ښکاره کړي چې په اوس وخت کې په سياسي لحاظ د افغانستان لپاره خورا مهم گڼل کېږي.

د کابل له کنفرانس وروسته به د کابل د پروسې په نوم يو بهير پيلېږي چې موخه يې د ټولو چارو افغاني کېدل دي.

افغان چارواکي وايي دوى به په دغه ناسته کې له نړيوالو او افغانانو سره په هره برخه کې ځانگړې ژمنې وکړي چې په څومره موده کې کوم کارونه په څه ډول تر سره کوي.

ورته مطالب