'۸۰٪ مرګ ژوبله د خښو شویو ماینونو له امله رامنځ ته کېږي'

چاودنه
Image caption د بهرنيو ځواکونو د قومندانانو پام دا مهال ددغه راز بمونو شنډولو ته اوښتي دى، او افغان حکومت هم هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په مرسته له دغه پټه دښمنه د ژغورنې لاره پيدا کړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې 80 په سلو کې پوځي او نا پوځي مرگ ژوبلې د ځاى پر ځاى شويو ماينونو او بمونو له کبله کيږي.

دغه وزارت وايي چې اوس يې د بمونو د موندلو او شنډولو په موخه ځانگړي تدبيرونه نيولي دي.

ددفاع وزارت د چارواکو په وينا د امريکا متحدو ايالتونو ورسره ژمنه کړې ده چې د ماينونو د شنډولو او موندلو په موخه به د درېيو ميلياردو ډالرو په ارزښت عصري وسايل ددوى په واک کې ورکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې درې کاله مخکې مودې پورې د حکومت وسلوالو مخالفانو د ماينونو جوړولو په برخه کې له زړو غورځول شويو پوځي توکيو نه گټه پورته کوله، خو اوس په سلو کې اتيا بمونه د امونيم نايتريت په څېر د کيمياوي توکيو په مرسته جوړيږي.

د افغانستان د ملي دفاع د بيړنيو تگلارو د جوړولو د برخې مرستيال بريد جنرال محمد شفيع بهير په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې اتيا په سلو کې مرگ ژوبلې د همدغه راز بمونو د چاودنو له کبله کيږي:

((ټولو ته څرگنده ده چې د چاودنو اصلي قربانيان ملکي وگړي وي،چې د ا اتيا سلنه مرگ ژوبله کوي،همدا راز پوځي مرگ ژوبله هم اتيا په سلو کې د ماينونو له کبله وي.))

د سړک د غاړى بمونه کارول د حکومت د وسلوالو مخالفانو تر ټولو ډيره وژنکې وسله بلل کيږي

چې سربېره پر افغان ځواکونواوسيميزو خلکو بهرنيو ځواکونو ته هم ډيره مرگ ژوبله ور اړوي.

امونیم نایتریت

ښاغلي بهير وويل چې ددغو بمونو د مخنيوي په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي هغه فرمان پلى کوي چې په ترڅ کې يې پر ځينو کيمياوي توکيو بنديز لگول شوى دى.

نوموړي وويل په مزار شريف کې هم د هغو انجينرانو د وړتياوو د لوړولو په موخه يو ښوونځي پرانستل شوى چې د بمونو د موندلو او شنډولو دنده پر غاړه لري.

ښاغلي بهير د خښونکو بمونو د موندولو او شنډلو په برخه کې اخستل شوي او اخستل کيدونکي گامونه داسې وشميرل:

((د امونيم نايتريت سرې د توليد، لېږدونې، پير او پلور د مخنيوي په اړه د افغان ولسمشر فرمان، د چاودېدونکو توکيو د موندلو او شنډولو په موخه د انجينرانو مسلکي وړتياوې لوړول چې په لويو لارو، گڼ مېشتو ځايونو، ښارونو او مسلکي ودانيو کې دغه دنده پر غاړه لري.

د چاوديدونکو توکيو د موندلوو او شنډولو په موخه د نړيوالې ټولنې له خوا د نويو وسايلو برابرول او د ايساف او افغان ملي پوځ د ماين پاکۍ د څانگو تر منځ د مسلکي پرسونل د تجربو او معلوماتو شريکول.))

بهرني ځواکونه سږنې کال له پوځي اړخه يو ستونزمن کال بولي، د ولسي وگړو او افغان ځواکونو پر مرگ ژوبله سر بيره د روان ميلادي کال تيره مياشت له ٢٠٠١ ام ميلادي کال راهيسې د بهرنيو ځواکونو لپاره په بې سارې توگه مرگونې وه، چې په دې ترڅ کې د حکومت د مخالفانو کارنده وسله د سړک د غاړې بمونه وو.

د بهرنيو ځواکونو د قومندانانو پام دا مهال ددغه راز بمونو شنډولو ته اوښتي دى، او افغان حکومت هم هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په مرسته له دغه پټه دښمنه د ژغورنې لاره پيدا کړي.