سناتور کارل ليوين: پاکستان بايد د حقاني شبکه وځپي

سناتور کارل ليوين
Image caption ښاغلي ليوين وويل'' دوى يانې پاکستان د حقاني شبکه نه تعقيبوي چې د پاکستان له خاورې افغانستان کې موږ ته خطر پېښوي."

د امريکا په کانګرس کې د وسله والې جرگگۍ مشر سناتور کارل ليوين په ټوله کې د ترهگرۍ پر وړاندې جگړې او د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې د پاکستاني حکومت د هڅو ستاينه وکړه.

خو له دې کبله يې اندېښنه وښووله چې ويل يې پاکستان لېواله نه دى چې شمالي وزيرستان ته - چې د حقاني شبکه په کې فعاله ده - د خپلو عملياتو لړۍ وغځوي.

دده په وينا، د حقاني شبکه له دې ځايه د اورپکۍ پر وړاندې په افغانستان کې روانې جگړ ې ته زيان رسوي.

د اسوشېټيډ پرېس خبرې اژانس په وينا سناتور کارل ليوين کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې دغه څرگندونې وکړې او له اسلام آباد نه يې وغوښتل چې د جلال الدين حقاني شبکه وځپي.

ښاغلي ليوين وويل'' دوى يانې پاکستان د حقاني شبکه نه تعقيبوي چې د پاکستان له خاورې افغانستان کې موږ ته خطر پېښوي."

پخوانى افغان جهادي قوماندان مولوي جلال الدي حقاني او د هغه زوى سراج الدين حقاني اوس د خپلو سلگونو وسله والو کسانو مشري کوي او ځان د افغانستان د طالبانو يوه برخه بولي او وايي د طالبانو له مشر ملامحمد عمر اطاعت کوي.

د حقاني شبکې فعاليتونه افغانستان کې متمرکز دي او شمالي وزيرستان ته ورڅېرمه د افغانستان په جنوب ختيځو ولايتونو او کابل کې پر يو شمېر بريدونو تورن دي.

Image caption پخوانى افغان جهادي قوماندان مولوي جلال الدي حقاني او د هغه زوى سراج الدين حقاني اوس د خپلو سلگونو وسله والو کسانو مشري کوي او ځان د افغانستان د طالبانو يوه برخه بولي او وايي د طالبانو له مشر ملامحمد عمر نه اطاعت کوي.

افغان چارواکي له پاکستاني حکومت نه شکايت کوي چې د افغان طالبانو پر وړاندې څه نه کوي چې ويل کېږي له خاورې يې افغانستان کې خپل پوځي فعاليتونه همغاړي کوي.

خو پاکستان ټولې دغه ادعاوې ردوي.

څه موده مخکې د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني اسلام اباد کې له سناتور کارل ليوين سره د کتنې پر مهال وويل، د پاکستان نړيوال متحدين او په دې ډله کې امريکا بايد د تورونو د لگولو پرځاى له پاکستان سره د اورپکو په ځپلو کې همکاري وکړي او د هغوى د ځاى ځايگي په اړه له دوى سره معلومات شريک کړي.

باور دا دى چې د پاکستان له همکارۍ پرته گرانه ده چې په افغانستان کې پر اورپکو برى ترلاسه شي.

خو اسلام اباد په افغانستان کې د هند مخ په زياتېدونکي رول ته د شک په سترگه گوري او يو شمېر شنونکي باور لري چې پاکستاني استخبارات لاهم په افغانستان کې د خپل اغېز د ساتلو په موخه له افغان طالبانو سره اړيکې پالي.

ورته مطالب