افغان سرتېري ایساف پوځيان په ډزو ووژل

برتانوي پوځيان په افغانستان کې

د افغانستان له جنوبي ولایت هلمنده رپوټونه وايي چې يوه افغان سرتېري درې برتانوي پوځيان په ډزو وژلي شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

رپوټونه وايي پېښه له مرکز لښکرګاه څخه شاوخوا لس کیلومتره ليرې د هلمند په باباجي ولسوالۍ کې شوې ده.

د رپوټونو له مخې، د ملي اردو دغه افغان سرتېري په سيمه کې د افغان او برتانوي پوځيانو په ګډه قرارګاه کې کار کاوه.

رپوټوننه وايي افغان سرتېرې د شپې په وروستۍ برخه کې داسې مهال پر برتانوي پوځيانو ډزې وکړې، چې هغوی په خواږه خوب ویده ول.

رپوټونه وايي افغان ولسمشر حامد کرزي د برتانیا دولت او ناټو ته د ننني بريد د غمشريکۍ په تړاو یو لیک هم استولی دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي افغان او ايتلافي ځواکونه اوږه په اوږه د وسله والو طالبانو او اورپکو پرضد جنګېږي.

نن (سه شنبه/ د جولای ۱۳مه) د افغان ولسمشر ویاند وحيد عمر په يوه خبري ناسته کې وویل په دې اړه اوس پلټنې روانې دي، چې ايا رښتيا افغان سرتېري برتانوي پوځيان وژلي او که څنګه.

نوموړي زياته کړه لومړني رپوټونه وايي دغه برتانوي پوځيان د افغان سرتېري په ډزو وژل شوي دي.

وحيد عمر زياته کړه: ((ولسمشر کرزي د دفاع له وزيره غوښتي چې د پېښې په اړه جدي پلټنه وکړي، څرنګه رامنځ ته شوه، که چېرې دا رښتيا شي، چې افغان سرتېري دا کار کړی، دا به د افغانستان د دولت لپاره ډېر د خواشينۍ خبره وي.))

پلټنه

په کابل کې د ايساف مېشت ایساف ځواکونه وايي چې د دغې پېښې په اړه افغان او ایساف ځواکونو په ګډه پلټنه پيل کړې ده.

Image caption په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي افغان او ايتلافي ځواکونه اوږه په اوږه د وسله والو طالبانو او اورپکو پرضد جنګېږي.

بي بي سي ته د ایساف لخوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د وژل شوو برتانوي پوځيانو شمېر درې ښودل شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې پېښه کې يو شمېر نور پوځيان ټپيان شوي هم دي.

د خبرپاڼې په وینا، دا مهال د افغانستان د دفاع وزارت او ایساف ځواکونو لخوا پلټنه روانه ده، چې ایا ريښتيا هم برتانوي پوځيان د افغان ملي اردو د سرتېري په ډزو وژل شوي او که څنګه.

څه موده وړاندې هم د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ورته پېښه شوې وه، چې په ترڅ کې يې يوه افغان سرتېري برتانوي پوځيان ووژل.

د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې يوه افغان سرتېري پنځه برتانوي پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پرمهال په ډزو ووژل.

په افغانستان کې تر امریکا وروسته برتانیا ډېر سرتېري لري.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي.

ورته مطالب