راسموسن: د افغانستان-پاکستان ګډه پوله به ټينګه کړو

ښاغلی پيټرېاس
Image caption جنرال پيټرېياس د اورپکو پر ضد د پاکستان هلې ځلې وستايلې.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان ډېوېډ پيټرېياس له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

له هغه راهيسې چې نوموړی په افغانستان کې پخواني جنرال سټنېلي مکرېسټل پر ځای د نړيوالو ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی، دا پاکستان ته د ده لومړی سفر دی.

جنرال پيټرېياس د اورپکو پر ضد د پاکستان هلې ځلې وستايلې.

دغه امريکايي قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال پروېز اشفاق کیاني سره تر لیدو وروسته ويلي وروستۍ پېښې دا په ډاګه کوي چې پاکستان او افغانستان له يو ډول خطر سره مخامخ دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت ويلي جنرال پېټرېیاس د پاکستان د پوځ له مشر سره په خبرو کې ويلي دواړه غاړې به هڅه وکړي، چې په سیمه کې امنیت ښه شي.

بل خوا د پاکستان پوځ هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي دواړو پوځي مشرانو پر دې هم خبرې کړې، چې د امريکايي او پاکستاني ځواکونه به د عملیاتو په برخه کې همغږي کېږي.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمن ملک ويلي وو چې د افغان حکومت او ناټو ځواکونه له افغانستان نه پاکستان پر پوله د افغان طالبانو د اوښتو په مخنيوي کې کافي هڅې نه کوي.

نوموړي دا تور هم لګولی و، چې افغاني طالبان پاکستان کې ترهګريز بریدونه کوي.

رحمن ملک په ځانګړې توګه د مومندو ايجنسۍ د پړې ګوته هغو افغاني طالبانو ته ونیوله، چې په وينا يې د افغانستان له کونړ ولایته پاکستان ته اوښتي ول.

دواړه ګاونډي هېوادونه (پاکستان او افغانستان) پر داسې مهال پر يوه بل تور لګوي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا پر پاکستان تور پورې کړی و، چې په دغه هېواد کې اورپکي روزنیز او پټنځايونه لري، چې له هغه ځایه په افغانستان کې د بریدونو پلانونه نیسي.

خو د افغانستان په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو د کومېټې مشر نورالحق علومي د رحمن ملک څرګندونې بابیزه بولي:

((دا بې بنسټه ادعا ده، د اورپکو اصلي روزنه پاکستان کې کېږي، چې د پاکستان څارګره اداره آی اېس آی یې څارنه کوي، پر پوله د دواړو غاړو بریدونو پلان پاکستان کې جوړېږي، له هماغه ځایه رهبري کېږي، نه دا چې رحمن ملک وايي افغاني طالبان پر پوله پاکستان ته اوړي او هلته بریدونه کوي.))

Image caption ښاغلي راسموسن زیاته کړه چې پخوا يې پر پوله د همغږۍ مرکزونه جوړ کړي دي

ښاغلی علومي زياتوي په تېرو نهو کلونو کې دغه پوله ازاده وه، چې د اورپکو د اوښتو راوښتو په برخه کې د پام وړ جدي چامونه نه دي اخیستل شوي.

نورالحق علومي له نړيوالو ځواکونو غواړي، چې په کلیو او بانډو کې د عملیاتو پرځای باید له ګاونډيو هېوادونو په تېره بیا له پاکستان سره خپل سرحد ټينګ کړي.

په همدې مهال د ناټو مشر اندرېس فو راسموسن له بي بي سي سره به یوه مرکه کې ويلې چې ناټو له پاکستان سره ګډ کار کوي چې له افغانستان سره پر ګډه پوله امنيت خوندي کړي.

ښاغلي راسموسن زیاته کړه چې پخوا يې پر پوله د همغږۍ مرکزونه جوړ کړي دي:

((موږ لا له وړاندې له پاکستان سره په همکارۍ د سرحدي چارو د همغږۍ مرکزونه جوړ کړي دي، دا زموږ په ګټه ده، هرڅومره چې ممکنه وي، په غوره ډول پولې خوندي کړو؛ ځکه دا په افغانستان کې هم د امنیت پروړاندې لویه ستونزه جوړوي چې طالبان او نور ترهګر له پولو پکې تېر او بېر شي، دا په ريښتيا هم د اندېښنې خبره ده، ځکه چې دا په ټول امنيتي وضعیت منفي اغېز کوي.))

ورته مطالب