هولبروک: د طالبانو د جذب لپاره د ۱۸۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه شوې

ښاغلی هولبروک
Image caption هولبروک وویل د کرزي د هغې غوښتې ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته د یو شمېر طالب مشرانو د نومو ایستل غواړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره دا مریکا ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک ويلي افغانستان ته ډېرې پیسې راروانې دي.

نوموړي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي د افغانستان نړیوالو مرستندویانو په ټولنه کې د وسله والو طالبانو د جذبولو لپاره د ۱۸۰ میلیون ډالرو مرستنې ژمنه کړې ده.

نوموړي وويل د کابل راتلونکی کنفرانس به هم پر همدې موضوع غور وکړي، چې له طالبان جذب او پخلا کړي.

ټاکل شوې چې پر افغانستان راتلونکی نړیوال کنفرانس به د روانې جولای پر ۲۰مه نېټه په کابل کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به د ګڼو بهرنیو هېوادونو د باندینیو چارو وزیران ګډون وکړي، چې په وینا يې د افغانستان د روان کړکېچ لپاره يو سیاسي حل ولټوي.

ريچرډ هولبروک زياته کړه، د امریکا دفاع وزرات هم د طالبانو د جذبولو او پخلاینې بهير ته ۱۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د سيمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل له پخوا يې په دې اړه خبرې کړې.

هولبروک وویل د کرزي د هغې غوښتې ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته د یو شمېر طالب مشرانو د نومو ایستل غواړي.

خو يو شمېر شنونکي په دې اند دي، ښايي امنیت شورا د هغو طالب مشرانو نومونه له تور لېسته وباسي، چې يا وژل شوي او يا هم امریکا او یا بهرنیانو ته کوم خطر نه دی او يا هم له افغان حکومت سره لا له وړاندې يوځای شوي دي.

Image caption د جرمني د بهرنیو چارو وزير وويل افغانستان کې به ناامني زياته او په هغو سیمو کې به جنګ جګړه لا پسې زیاته شي، چې جرمني ځواکونه پکې مېشت دي.

جرمني د پخلاينې ملاتړ کوي

بل خوا د جرمني حکومت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي، چې په وينا يې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د ځينو هغو طالب مشرانو د نومونو ایستل، چې په ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو نه لري، د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

پر همدې مهال د جرمني د بهرنیو چارو وزير ګيدو ویسترويلي تېره ورځ (سه شنبه/ د جولای ۱۳مه) اندېښنه وښوده، چې افغانستان کې به چارې په اسانۍ سره پرمخ ولاړې نشي.

نوموړي دا څرګندونې په جرمني د خپلو سرتېرو د لیدو پرمهال کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزير وويل افغانستان کې به ناامني زياته او په هغو سیمو کې به جنګ جګړه لا پسې زیاته شي، چې جرمني ځواکونه پکې مېشت دي.

ګيدو ويسترويلي د بهرنیو پوځيانو د مرګ ژوبلې ډېرېدا په اشارې وویل، افغانستان کې د پرمختګ هیله شته، خو دا چې د لوېديځ په څېر ولسواکي او امنیت راولو، دا تمه باید ونه کړو.

ورته مطالب