معنوي: دولتي امکانات د نوماندانو په ګټه کارول کېږي

Image caption ښاغلي معنوي وويل د ټاکنو له تګلارې څخه د سرغړونکو نوماندانو دوسيې يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته سپارلې دي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي تورن کړل چې دولتي امکانات د ولسي جرګې د ځينو نوماندانو په ګټه کاروي .

د ټاکنو دکمېسيون مشر فضل احمد معنوي وايي ځينې چارواکي پر دولتي وسايلو او امکاناتو د ولسي جرګې هغو نوماندانو ته کمپاين کوي چې د دوی خپلوان دي .

هغه د چا نوم وا نه خيست او نه يې په دې اړه ډېر جزيات ورکړل خو ويې ويل چې په پلازمېنې کابل او ځينو ولايتونو کې دغه چاره اوس هم روانه ده .

نوموړي وويل دوی له دې امله ا ندېښنه لري او خپله اندېښنه يې دکورنيو چارو له وزارت او د ملي امنيت يا استخباراتو له ادارې سره شريکه کړې ده .

ښاغلی معنوي وايي په قانون کې داسې څه نشته چې دولتي چارواکي له دغې چارې څخه را وګرځوي خو وايي دا کار ټاکنيزه سرغړونه شمېرل کېږي او دوی هڅه کوي چې مخه يې و نيسي.

ولسي جرګې ته شاوخوا دوه نيم زره کسانو ځانونه نومولي دي چې په دغې ډله کې ځينې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي هم شته .

د ټاکنو کمېسيون سر له نن پر دغو خبريالانو بند ولګاوه چې تر دې وروسته پخپلو رسنيو کې د پروګرامونه کوربتوب نه شي کولای.

د غه راز د ټاکنو کمېسيون وايي د پنېځوسو هغو نوماندانو دوسيې يې د شکايتونو کمېسيون ته سپارلې چې د ټاکنو کمېسيون کړنلاره يې تر پښو لاندې کړې وه .

ښاغلی معنوي وايي د ښاروالۍ د شکايتونو پر بنسټ د غو کسانو په عامه ځايونو او شخصي ملکتونو کې پوسټرونه لګولي ول چې دا ټاکنيزه سرغړونه ده.

نوموړي وويل کېدای شي دغه کسان نغدي جريمه شي .