په پکتيکا کې چاودنې څلور تنه وژلي دي

Image caption د پکتيکا چارواکي وايي دپېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په پکتيکا ولايت کې څلور مخالفين وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي .

د وزارت له لوري خپره شوې ويناپاڼه وايي پر دغو کسانو د ياد شوي ولايت په يحياخېلو ولسوالۍ کې په يوه کور کې چاودنه شوې ده .

د وينا پاڼې له مخې يادو کسانو چاوېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای کول چې پرې ور چاودلي دي .

د ټپيانو په اړه څه نه دي ويل شوي چې چېرته وړل شوي دي او نه هم ددغو کسانو هويت څرګند شوی دی .

ځايي چارواکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او پايلې به يې وروسته اعلان کړي .

په يوه جلا پېښه کې د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير حبيب له خپل ورور او ورېندارې سره يو ځاى پخپل کور کې وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي پېښه برايي شپه شا وخوا لس بجې شوې او پړه يې هم پر طالبانو ور اړوي .

چارواکي وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو تر دې مهاله کوم پرمختګ نه دی شوی .

خو طالبانو له رسنيو سره په خبرو کې په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي .