د برتانوي سرتيرو وژونکي افغان عسکر خبرې وکړې

طالب حسين وايي ټول کار يې په خپله کړى دى

له هغه وروسته چې د تېرې سې شنبې پر ورځ په افغانستان کې درې بريتانيايي سرتېري ووژل شول بي بي سي په پرله پسې ډول ددغې پېښې د لامل د موندلو هڅې وکړې .

له پېښې 48 ساعته وروسته د پنجشنبې پر ورځ په طالبانو کې يوه درېيمګړي بي بي سي سره اړيکي ونيول او د يوه ګرځنډه ټلېفون شمېره يې ورکړه چې په دې توګه ما له اصلي سړي سره خبرې وکړې.

دغه سړی وايي نوم يې طالب حسين دی ، عمر يې يويشت کاله دی او دغزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکی دی .

له طالب حسين سره په شاوخوا لس دقيقې ټلېفوني مرکه کې هغه وويل دی په هېلمند کې د بريتانيايي ځواکونو چلند غوسه کړی دی .

هغه دغه ځواکونه تورن کړل چې د ماشومانو په ګډون ولسي خلک وژني .

کله چې مې دی په مرکه کې و ننګاوه چې ولسي خلک خو د طالبانو په بريدونو کې هم وژل کېږي نو ده وويل چې هغوی مجاهدين دي او د خپل هېواد لپاره جنګېږي .

نوموړي وويل بريتانيايي ځواکونو افغانستان ته د امنيت د راوستلو او يا بيارغونې لپاره نه دي راغلي .

دغه سړی وايي چې په قوم هزار دی او تر دې وړاندې يې دوه کلونو په ايران کې تېر کړي دي .

طالب حسين وويل کله چې يو کال وړاندې له ايرانه راستون شو نو سمدستي له افغان پوځ سره يو ځا شو .

هغه وويل چې د بريتايي سرتېرو وژل د ده خپل فکر و او تر دې وړاندې يې له طالبانو، پاکستان او يا ايران سره يې په دې اړه اړيکي نه درلودل.

هغه له بريده سمدستي وروسته د طالبانو ليکو ته ورغلی دی .

موږ بشپړ باور نه لرو خو ډاډه يو چې دا به طالب حسين وي .

خو کله چې مې له هغه څخه د هغه د نوم، عمر، قوم، کلي او په پوځ د هغه د خدمت د مودې په اړه پوښتنې وکړې او له هغه وروسته مې دغه معلومات په هېلمند کې له يوه چارواکي سره شريک او کره کړل نو دواړه يو ډول را وختل.

دغه کس چې په دري ژبه خبرې کوي ادعا لري چې اوس د هېلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې له طالبانو سره دی .

طالبانو لا له وړاندې ويلي دغه سرتېری چې په هېلمند ولايت کې يې بريتانيايان وژلي له دوی سره دی.

طالب حسين وويل د ده کورنی ژوند تريخ و ځکه دی خپل پلار له کوره شړلی و او ملګري يې نه درلودل .

دی دا ادعا هم لري چې له خپلې کورنۍ سره له يوه کاله راهيسې اړيکي نه لري او کورنۍ يې لا هم په غزني کې ده.

هغه هيله وښوده چې دی به په اخرت کې ددې کار اجر تر لاسه کړي.

خو دبريتانيا دفاع وزارت ددغه سړي هغه تورونه رد کړل چې ګنې بريتانيايان ولسي خلک وژني .

دفاع وزارت ويلي داسې انګېرل به بيخي خندوونکي وي چې ګنې بريتانيايان په ځانمرګو بريدونو کې لاس لري او په لوی لاس ولسي خلک وژني .

نړيوال او افغان پوځي چارواکي د طالب حسين د نيولو په لټه کې دي.

ورته مطالب