د افغانستان اسناد په برېښنايی کتابتون کې

Image caption د افغانستان پوهان ددغه هېواد د اثارو او اسنادو د خوندي کولو لپاره د نيويارک پوهنتون هڅې ستايي .

په داسي حال کې چې د افغانستان د اوسنيو او پخوانيو تاريخي پېښو ګڼ شمېر اسناد مخ پر ورکېدو دي خو د نيويارک پوهنتون وايي د افغانستان د ډيجيټل يا بريښنايي کتابتون له لاري به ددغه هېواد خپاره شوي اثار او اسناد د انټرنټ له لارې خوندي کړي.

د دغه پوهنتون چارواکي ادعاکوي چې د افغانستان د تېرو شپېتو کلونو چاپ شوي توکي يې خوندي کړي او د اوسنيو خپرونو راټولولو ته يې هم ملا تړلې ده.

د خبرونو له مخي د دغه کار ډېرې پيسې د امريکا حکومت پر ځان منلې دي.

د نيويارک پوهنتون دکتابتونونو مشر مايکل سټالر وايي د دغه کار اصلي موخه د افغانستان د تاريخي خپرو شويو اثارو په هکله د خلکو خبرتيا ده.

دغه کار چې د نيويارک پوهنتون دکتابتون چارواکو شاوخوا نهه کاله مخکې پيل کړی و، تر اوسه يې ۳۸۰ کتابونه، سرکاري اسناد او ورځپاڼې راټولې کړې دي.

مايکل سټالر وايي د افغانستان په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو پوهانو د دغه ډول اثارو د ځايونو او موندلو په باره کې معلومات ورکړي دي.

د دوی په وينا په راټولو شويو توکو کې تر اوسه شمس النهار او سراج الاخبار او ځيني نور مواد خوندي کړل شوي دي.

دوی وايي په دغه کار کې د نيويارک پوهنتون يوه استاذ او د سيمې او افغانستان د چارو امريکايي کارپوه رابرټ ميک چيسني زياته ونډه لرلې ده.

ده ادعا کړې چې د افغانستان د نولسمې او شلمې پېړۍ خپاره شوي اثار د نړۍ په هېڅ کتابتون کې نشته.

ميک چيسني وايي دغه ډول کتابونه او نور اسناد اکثره په شخصي کتابتونونو او کورونو کې خلکو ساتلي ول خو ده وغوښتل چې دا کتابونه او معلوماتي اسناد د هر ځای خلکو ته ورسېږي.

که څه هم دکتابتون چارواکي د ګڼ شمېر موادو د خپرېدو حق اندېښمن کړي خو وايي چې نوې خپرونې به هم په پرله پسې ډول خوندي کړي.

افغان څېړونکو که له يوې خوا دغه کار د افغانستان د تاريخي اثارو په خوندي کولو کې ګټور او اغېزناک بللی خو دا وړانديز هم کوي چې که د افغانستان په باب په دغه کتابتون کې يوازې د تکړه افغاني ليکوالانو کتابونه خوندي شي نو دا ګټور ثابتېدلای شي.

خو که د دغه هېواد په باره کې دځينو متشرقينو او نورو بهرنيو ليکوالانو مواد وساتل شي نو د دوی په وينا د افغانستان په باره کې به د سم پوهاوي پر ځای ناسم پوهاوی راوټوکوي.