ايساف: د جنګياليو د راوستلو د چارو مسؤول طالب مو وژلی

Image caption دا لومړی ځل دی چې ايساف د داسې طالب قوماندان د وژنې ادعا کوي چې بهرني جنګيالي به يې راوستل.

په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه وايي په لوېديز ولايت فراه کې يې د طالبانو يو قوماندان او يو شمېر جنګيالي وژلي دي .

ايساف وايي دغه کسان د پنجشنبې پر ورځ ددغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ياغيانو د روزنې پره يوه مرکز د هوايي بريد په پايله کې وژل شوي دي.

د ا يساف له لوري خپره شوې ويناپاڼه کې د ټولو وژل شويو جنګياليو شمېره نه ده ښولې خو وايي د وژل شوي کسانو په ډله کې يو طالب قوماندان ملا اختر هم دی.

د دوی په وينا ملا اختر به له ايران څخه افغانستان ته بهرني جنګيالي راوستل خو دا يې نه ده روښانه کړې چې جنګيالي خپله د ايران ول او که د نورو هېوادونو؟

دا لومړی ځل دی چې ايساف د داسې چا د وژلو ادعا کوي چې له ګاونډي ايرانه يې د افغانستان جګړې ته د اورپکو د راوستلو دنده درلوده .

ايساف پر ايران تور لګوي چې په افغانستان کې له اورپکو سره مخامخ مرستې کوي او په دې توګه ددغه هېواد جګړې ته لمن وهي.

دغه ځواکونه اوس هم ايران له دې امله پړ بولي چې طالب اورپکو ته وسلې او تجهيزات ورکوي خو ايران له طالبانو سره د مرستو ادعاوې ردوي .

ايساف وايي د عملياتو پر مهال يوه ياغي چاودنه هم کړې خو د ايساف کوم سرتېری پکې نه دی ټپي شوی .

دغه راز وينا پاڼه وايي ايساف داسې يو جسد موندلی چې له چاودېدونکو سره تړل شوی و چې د کشولو پر مهال يې د چاودېدلو شونتيا وه خو په وينا يې نه چاودلی او نه يې چاته زيان رسولی دی .