سروې: ۷۰٪ افغانان د ناټو او ایساف عملیات د ځان په تاون بولي

ناټو سرتېري
Image caption او ۵۵ په سلو کې په دې باور دي چې ګني دغه ځواکونه د دوی د هېواد او دین د بربادۍ لپاره ورغلي دي.

د اروپا د امنیت او پرمختګ په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا او په ځانګړې توګه د افغانستان په سوېل کې د خلکو د باور په ګټلو کې د پاتې راتلو په تړاو يو هيښوونکی انځور ورکړی دی.

د رپوټ موندنې پر هغو مخامخ مرکو ولاړې دي، چې د افغانستان په نارامه ولایتونو هلمند او کندهار کې له ۵۰۰ کسانو سره شوې دي.

۶۸ په سلو کې پوښتل شوو کسانو دوی باور نه لري چې د ناټو او ایساف ځواکونه ګني د دوی د دفاع لپاره ورغلي دي.

په سلو کې ۶۵ پوښتل شوو کسانو پر طالبانو او د هغوی پر مشر ملا محمد عمر له حکومت سره د يوځای کېدا غږ کړی.

او ۸۰ په سلو کې بیا دا ګڼي چې القاعده به د طالبانو تر سيوري او پردې لاندې بیا راستنېږي.

بد خبر

په رپوټ کې د سازمان د یوه مشر چارواکي نوراین مکدونالد Norine MacDonald له قوله د يوه بد خبر تر سرليک لاندې راغلي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ چې هلته د مرستې او دفاع په نیت ورغلي، يوه لویه تشه يا درز موجود دی.

سازمان لوی دلیل دا ګڼي چې نه خو نړیواله ټولنه تر اوسه د افغانانو پر اړتیا په سمه توګه پوهېدلې او نه يې د هغوی طبیعت، چاپېريال او مزاج درک کړی دی.

رپوټ کاږي نړيواله ټولنه دا راز د خپل ځان او خپلو موخو په ورپېژندو کې پاتې راغلې ده.

رپوټ وايي د دې حالت ډېره ګټه طالبانو او القاعده ته رسېږي چې په پراخه کچه ترې د لوېديځو ځواکونو خلاف په منفي پروپاګند کې ګټه اخلي.

د رپوټ په يوه بله برخه کې راغلي چې ۷۰ په سلو کې افغانان په خپلو سيمو کې د ناټو ايساف عملیات د خپل ځان په تاوان بولي.

او ۵۵ په سلو کې په دې باور دي چې ګني دغه ځواکونه د دوی د هېواد او دین د بربادۍ لپاره ورغلي دي.

د رپوټ وړاندیز دا دی چې د دا ډول يوه منفي انځور د بدلولو لپاره په کار دا ده چې د پوځي عملیاتو، پرمختیايي پروژو او مرستو ترمنځ يو ډول انډول رامنځ ته شي او د طالبانو او القاعده د ځپلو ترڅنګ د خلکو د ژوند ښه کولو ته پام وشي.

ښه خبر

رپوټ خپل ښه خبر بیا دا ګڼي چې ګني په سلو کې ۵۵ افغانان لاهم پر دې باور دي چې په روانه جګړه کې به وروستۍ بری د ناټو او افغان حکومت وي.

۴۰ په سلو کې افغانان د ديموکراسۍ ملاتړي دي او دا چې په سلو ۷۲ افغانان دا خوښوي چې ماشومان يې د طالبانو تر ولکې او واکمنۍ لاندې نه، بلکې د يوه انتخابي حکومت تر ولکې او واکمنۍ لاندې ور لوی شي.

ورته مطالب