طالب حسین: 'د برتانوي عسکرو د وژلو پلان مې پخپله جوړ کړی و'

وژل شوي برتانوي سرتېر
Image caption طالب حسین وويل چې د بريتايي سرتېرو وژل د ده خپل فکر و او تر دې وړاندې يې له طالبانو، پاکستان او يا ايران سره يې په دې اړه اړيکي نه درلودل.

هغه ياغي افغان پوځي چې ادعا کېږي چې تېره اوونۍ يې په هلمند کې درې برتانوي سرتېري وژلي، وايي په خټه هزاره توکمه دی .

طالب حسین ادعا کوي چې د برید طرح يې پخپله جوړه کړې وه او تر برید وروسته طالبانو ته ورغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هزاره ګانو په دوديز ډول کله هم د طالبانو ملاتړ نه دی کړی، بلکې تل يې مخالف ول.

د بي بي سي د کابل د دفتر مشر داود اعظمي د افغانستان قومي جوړښت او د دې جوړښت له مخې د بېلابېلو ډلو وفاداریو ته کتنه کړې ده.

داود اعظمي په خپله دې شننه کې ليکي چې افغاني ټولنه د قومي جوړښت له اړخه خورا پېچلی جوړښت لري.

په دې کې پښتانه، تاجک، هزاره او ازبک مهم قومونه يادېږي.

او هزراه ګان بیا تر ډېره د افغانستان په مرکزي سيمو کې مېشت دي.

دوی د نورو افغانانو خلاف شيعه مذهي دي او د فارسي ژبې يوه ځانګړې لهجه کاروي.

هزاره ګان دا مهال د افغانستان د ملي اردو په تشکیل کې د پام وړ تناسب لري او دغه ۲۰ کلن ياغي سرتېری چې وايي پر برتانوي سرتېرو برید د ده کار و، ځان هزاره بولي.

پر برتانوي او امریکايي سرتېرو لږترلږه څلور ځلې د افغان سرتېرو لخوا تر دې وړاندې ورته بریدونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې يو هزاره سرتېري په دا وړ برید لاس پورې کوي.

په کې کې د پام وړ خبره دا ده چې هزاره ګان عمدتاً د پښتو او ترڅنګ يې له تاجکو او ازبکو د جوړو طالبانو ملاتړ نه کوي.

پر طالبانو دا تور و، چې ګني په ۹۰مه لسيزه کې يې د خپلې واکمنۍ پرمهال په ګڼ شمېر کې هزاره ګان وژلي دي.

دې هرڅه ته په کتو د دغه ياغي سرتېري له لوري د برتانوي سرتېرو له وژنې اوس ډول ډول انګېرنې کېدای شي.

يوه انګېرنه ښايي دا وي چې طالبانو به هغه ته د ډېرو پيسو د ورکولو ژمنه کړې وي، خو هغه تر برید وړاندې له طالبانو سره له اړیکو چورلټه انکار کړی دی.

داسې انګېرنې هم شته، چې ګواکي هغه له ایران سره اړیکې درلودې او کېدای شي ايران لمسولی وي، خو دغه سرتېري له ايران سره له اړیکو هم انکار کړی دی.

قصداً د ملکي وګړو وژل

په خپله د دغه سرتېري ادعا دا ده، چې ګواکي د برتانوي سرتېرو چلند او په ځانګړې توګه د هغوی له لوري د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د قصدي وژنو خوابدی کړی او پارولی و.

د دې ټولو ترڅنګ کېدای شي د مذهبي، ټولنيزې او ملت پالې انګېزې هم د برید لامل وبلل شي.

په هر حال، کله چې دغه ياغي سرتېري د بي بي سي د کابل له دفتر سره اړیکه ونیوله او پر برتانوي سرتېرو يې تورونه ولګول، په لندن کې د برتانیا دفاع وزارت د هغه دا تورونه چې ګني برتانوي ځواکونه په افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو کې ښکېل دي، او یا دا چې په قصدي ډول ملکي خلک وژني، خندوونکي او بې ځایه وبلل.

ورته مطالب