په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان برېښنايي پېژندپاڼې 'تذکرې' جوړوي

Image caption اوس گڼ شمېر افغانان کاغذې تذکرې لري چې دغه تذکرې په جعلي بڼه هم جوړېداى شي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي تر راتلونکي يوه کاله به افغانانو ته د الکترونيکي تذکرو وېشل په عملي توګه پيل کړي.

چارواکي وايي دغه پروگرام به لومړى د افغانستان په پنځو لویو ولايتونو کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ کې پيلېږي چې وروسته به يې لمن د دغه هېواد نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

چارواکي وايي نوې تذکرې به د بانکي کارت په څېر وي چې نه يوازې به د هويت کارت په توگه کارول کېږي، بلکې د موټر د جوازسير او لېسنس په توگه به هم ګټه ترې اخيستل کېږي.

د چارواکو په وينا، د الكترونيكي تذكرو د چاپ اووېش پروژه چې څه د پاسه 120 ميليونه ډالره لگښت پرې راځي، د افغانستان د مخابراتو او كورنيو چارو د وزارتونو له لوري په ګډه پرمخ بيول كېږي.

اوس گڼ شمېر افغانان کاغذې تذکرې لري چې دغه تذکرې په جعلي بڼه هم جوړېداى شي.

په کابل کې زموږ همکار آرش پاکطين د افغانستان د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټيکنالوژۍ د څانگې له مشر ايمل مرجان سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې د الکترونيکي تذکرو د څرنگوالي په اړه پوښتلي دي؟