د فراه له زندانه ۱۴ طالب بندیان وتښتېدل

فراه
Image caption چارواکي وايي د تښتېدلو زندانیانو کلک لټون روان دی.

د افغانستان له فراه ولایت نه رپوټونه وايي طالبانو پر زندان برید کړی او يو شمېر زندانیان يې خوشي کړي دي.

رپوټونه وايي تر برید وروسته پولیسو د فراه ښار محاصره کړی او د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو کلک لټون روان دی.

په همدې ترڅ کې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د فراه امنیتي چارواکو ويلي چې پر زندان تر برید وړاندې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ.

چارواکي وايي کله چې پولیس هلته ورغلل، محبس ته نژدې يوه چاودنه وشوه، د زندان ديوالونه ویجاړ شول او په نتيجه کې يې ۲۰ زندانیان په تېښته بریالي شول.

چارواکي وايي له تښتېدلو زندانیانو څخه شپږ يې د ښار په اړوند سیمو کې بېرته ونيول شول خو ۱۴ کسان په تېښته بريالي شول.

Image caption طالبانو په ۲۰۰۸ کال کې د کندهار پر مرکزي زندان برید وکړ، چې تر ۳۰۰ ډېر طالب بندیان په تېښته بريالي شول.

امنيتي چارواکو ويلي د چاودنې په ترڅ کې څلور زندانیان ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو یوه تن ویاند قاري يوسف احمدي ويلي له زندان نه د دوی ټول بندیان تښتېدلي او خپلو سیمو ته رسېدلي دي.

د امنيتي چارواکو په وینا، اوس وضعیت يې تر کنټرول لاندې راوستی، خو د تښتېدلو زندانیانو کلک لټون روان دی.

وړاندې هم طالبانو د کندهار ښار پر زندان برید کړی و، چې لسګونه زندانیان په تېښته بریالی شول.

ورته مطالب