په کابل کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو

په کابل کې د ننني برید عکس ګورﺉ
Image caption دا برید داسې مهال شوی، چې په کابل کې د نړیوال کنفرانس لپاره سخت امنیتي تدابير نیول شوي دي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو.

د لومړنیو رپوټونو له مخې په برید کې لږترلږه درې تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي برید نن (یکشنبه، د جولای ۱۸مه) د غرمې څه کم ۱۲ بجې د کابل د نهمې حوزې د مکروریانو شینوزاده روغتون ته مخامخ شوی، چې د کابل نړیوال کنفرانس ته د راتلونکو بهرنیو مېلمنو د راتګ له کبله ډېر مهم بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزات لخوا بي بي سي ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په ټپيانو کې دوه ماشومان هم دي، چې د برید پرمهال له سړکه د تېرېدو په حال کې ول.

دا برید د کابل له نړیوال کنفرانس دوه ورځې وړاندې شوی، چې د چارواکو په وینا په کابل کې ښار کې ۱۵ زره افغان امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

افغان امنيتي چارواکي وايي ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدا وړاندې خپل ځان الوځولی د.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري بي بي سي ته وويل بهرنیو ځواکونو ته د څه زیان د اوښتو په اړه مالومات نه لري:

''يو ځانمرګی برید کوونکی، چې پر بایسکل سپور و، غوښتل يې چې نامالوم هدف ته ځان ورسوي، خو د امنیتي تدابیرو په پایله کې اړ شو چې د سړک پرغاړه خپل ځان وچووي، له نېکه مرغه ډېر تلفات نه لري، يوازې دوه ولسي وګړي پکې وژل شوي. ''

خو د بي بي سي نړيوال سرورس د خبر له مخې، په برید کې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

Image caption په کابل کې داسې مهال ځانمرګی برید شوی، چې د نړيوال کنفرانس لپاره ۱۵ زره افغان امنيتي سرتېري په کابل کې ځای پرځای شوي دي.

په کابل کې د سه شنبې ورځې د کنفرانس لپاره کلک امنیتي تدابير نيول شوي او د ښار په ډېرو سړکونو او کوڅو کې پوليس او سرتېري ولاړ دي.

د فراه له زندانه ۱۴ طالب بندیان وتښتېدل

دا برید داسې مهال شوی، چې تېره شپه د فراه پر زندان وسله والو طالبانو برید وکړ چې په پایله کې ۲۰ طالب بندیان له زندانه وتښتېدل، چې شپږ يې بېرته ونیول شول، خو ۱۴ بندیان په تېښته بريالي شول.

بل خوا له څو ورځو راهيسې د افغانستان ختيځ نورستان په سرحد برګيمټال ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.

د نورستان والي جمال الدین بدر بي بي سي ته وویل جګړه اوس پای ته رسېدلې ده او ولسوالي يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

ورته مطالب