افغانستان کې 7 بهرني پوځيان وژل شوي

برتانوي پوځيان
Image caption د تېرې سه شنبې په ورځ يوه افغان سرتېري په هلمند کې درې برتانوي پوځيان په ډزو ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړل.

په افغانستان کې د ناټو 7 پوځيان وژل شوي.

په وژل شويو سرتېرو کې دوه امريکايان او څلور برتانويان دي، خو د اووم هویت نه دی په ډاګه شوی.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د وژل شوو برتانوي پوځيانو شمېر ۳۲۲ ته ورسېده.

د تېرې سه شنبې په ورځ په هلمند کې يوه افغان ياغي سرتېري درې برتانوي پوځيان په ډزو ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړل.

دغه ياغي سرتېری تر برید وروسته طالبانو ته واوښت.

ناټو ويلي چې درې برتانوي پوځيان د هلمند په نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې د بمي چاودنو په ترڅ کې وژل شوي، چې څلورم یې بیا په همدې ولایت کې د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوی.

په تېره جون میاشت کې ۱۰۲ بهرني سرتېري وژل شوي ول، چې تر نيمايي ډېر يې امریکایان وو، په افغانستان کې وژل شوي، چې دا په تېرو نهو کلونو کې د نړیوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې ده.

په ټوليز ډول له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۸۰۰ بهرني عسکر وژل شوي، چې تر نيمايي ډېر يې امریکایان دي.

Image caption له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ ډېر امريکايي پوځيان وژل شوي دي.

دې ټولو په افغانستان کې د ننه او بهر د ناټو د ماموریت پر څرنګوالي شکونه ډېر کړي دي.

په عين حال کې د ناټو ځواکونه وايي د اورپکو پر وړاندې په يو لړ عملياتو يې په لسگونه وسله وال مخالفين وژلي او له ۱۰۰ ډېر شکمن کسان يې نيولي دي.

د ناټو خبرپاڼې که څه هم د نیول شوو کسانو د هویت په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي دي چې په نيول شوو او وژل شوو کې د طالبانو ځينې سيمه ييز چارواکي هم شامل دي.

وسله والو معمولاً د سړک غاړې بمونه د امونیم نیترات په شان له موادو جوړوي، چې د بهرنیو ځواکونو زیاتره مرګ ژوبله د همدې مایونو له امله ده.

ورته مطالب