دفاع وزارت: تر ۵ کلونو به ملي پوځ پرځان بسيا شي

افغان ملي پوځ
Image caption دا مهال د ملي پوځ د سرتېرو شمېره له سلو زرو اوړي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو په ملګرتیا د طالبانو او د حکومت د نورو وسله والو مخالفانو په وړاندې جنګېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې په راتلونکو څلورو یا پنځو کلونو کې به افغان ملي پوځ ددې جوګه شي چې د خپل هیواد امنيتي چارې پرغاړه واخلي.

د چارواکو په وینا دې موخې ته له رسېدو وروسته به اړتیا نه وي چې اوسني لس‍ګونه زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې له نا امنیو او ورانکاریو سره د مقابلې دنده پرمخ بوځي.

شنونکي که څه هم د افغان ملي پوځ د جوړېدو پر څرنګوالي نیوکه کوي دا هم وايي چې ددې ځواک په پښو درېدو سره به هم افغانستان له پوځي لحاظه پر ځان بسيه شي او هم به په دغه هیواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د تلفاتو مخه ونیول شي.

د افغانستان نوی په پښو درېدونکی ملي پوځ چې له تېرو شاوخوا نهو کلونو راهیسې یې د بیا جوړولو هڅې پیل شوي د پیاوړي کېدو په حال کې دی.

دا مهال د ملي پوځ د سرتېرو شمېره له سلو زرو اوړي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو په ملګرتیا د طالبانو او د حکومت د نورو وسله والو مخالفانو په وړاندې جنګېږي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې تېرو کلونو ته په کتو سږکال د ملي پوځ وړتیا او توان ډېر شوی او ډېری عملیات د هغوی په رهبري شوي دي.

ددغه وزارت ویاند ظاهر عظیمي وويل چې تر راتلونکي کاله به د پوځ شمېره له یوسل او اویا زرو واوړي او په دې توګه به افغان امنیتي ځواکونو ته د چارو سپارلو کار اسانه شي:

" اوس په یو سل او یو اویا زرو شپږ سوو توافق شوی او د نوی توافق له مخې موږ هڅه کوو د پوځ شمېره ۲۴۰۰۰۰ تنو ته ورسوو."

د ملي د فاع وزارت وايي چې د پوځ د ودې او روزنې پروسه له هغه ډېره چټکه پرمخ روانه ده چې وړاندې تر دې یې په اړه له نړیوالې ټولنې سره هوکړه شوې وه.

دا مهال د افغان ملي ځواكونو د روزنې بهير د پلازمېنې كابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې روان دى. د روزنې په دغۀ بهير كې نويو استخدام شويو سرتېرو ته د بېلابېلو وسلو، جنګي تكتيكونو او نورو پوځي اړتياو زده كړه وركول كېږي.

كې اېم تي سي كمپ د كابل ښار په ختيځه څنډه كې د ملي پوځ د روزنې تر ټولو لوى مركز دى. دغلته په يوه وخت تر يوولس زره كسان اړينې پوځي زده كړې ويني او وروسته بيا له اړتيا سره سم د افغانستان بېلابېلو سيمو ته استول كېږي.

نیوکې

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې دغه زده كړې د بېلابېلو افغان او بهرنيو روزونكو لخوا وركول كېږي او كولاى شي له روزنيزو مركزونو فارغو شويو سرتېرو نه مسلكي او پياوړي كسان جوړ كړي، خو يو شمېر شنونكي بيا پر دغې پروسې نيوكې كوي.

د ملي پوځ پخوانى جنرال او د پوځي چارو شنونكى عتيق الله امرخېل وايي چې پوځ ته اوسنۍ لنډمهاله او د څو محدودو وسلو روزنه وركول د هغه څه مخه نيسي چې دده په وينا يو پياوړى او په هر څه پوه پوځ دى.

ددې ترڅنګ هغه د پوځ نويو غړو ته د بهرنيانو لخوا روزنه وركول هم پرځاى كار نه بولي او ټينګار كوي چې بايد خپله افغان روزونكي د پوځ نوي غړي وروزي:

" دلته بهرني پوځیان راځي زموږ سرتېرو ته چې په لیک لوست نه پوهېږي په انګلیسي ژبه درس ورکوي. د استادانو خبرې بیا ترجمانان ترجمه کوي چې بې له شکه هغوی له پوځي چارو سره بلدتیا نه لري. که خپله افغان روزونکي دا کار وکړي هم د سرتېرو په ژبه ښه پوهېږي، هم ښه تجربه د جنګ لري او هم خپل خلک ښه پېژني."

Image caption د ملي پوځ د جوړولو او روزنې د اوسني بهير په برخه كې ددوید تجهيزاتو او وسلو په اړه نیوکه کېږي.

ښاغلى امرخېل ددې ترڅنګ په ملي پوځ كې له قومي نظره د خلكو پر ځاى پرځاى كولو هم نيوكه كوي. هغه وايي، ښه به داوي چې د هر قوم غړي چې په پوځ كې ښه ثابتېږي او ډېره لېوالتيا ولري، ملي اردو ته جذب شي نه دا چې د قومي تناسب په نامه يو شمېر داسې كسان له پوځه بهر پاتې شي چې په وينا يې ډېر اغېزناك ثابتېداى شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وړاندې تر دې ويلي و چې په پوځ كې د قومي تناسب اصل ته ډېره پاملرنه كوي او دا مهال د پوځ غړي ېه هر قوم او هرې سيمې پورې تړاو لري.

د ملي پوځ د جوړولو او روزنې د اوسني بهير په برخه كې بله نيوكه ددوي د تجهيزاتو او وسلو په اړه ده. د ملي دفاع وزارت وايي چې دا مهال لوړه سلنه افغان سرتېري په ناټو سټندرډ وسلو سنبال دي او په دې برخه كې نور پرمختګونه هم روان دي، خو پوځي شنونكي نيوكه كوي چې دغه وسلې تر هغو ډېرې ټيټ كيفت لري چې وړاندې له افغان پوځيانو سره وې.

په ولسي جرګه كې د كندهار ولايت استازى نورالحق علومي وايي چې افغان ځواكونو ته وركول كېدونكې وسلې هغومره كيفيت نه لري لكه د بهرنيو ځواكونو وسلې يې چې لري.

" دوه کاله وړاندې داسې یو څوک ونیول شو چې د افغانستان ملي پوځ ته یې وسلې راوړلې، دده ددې پرځای چې سمې او د کار وړ وسلې راوړي له چینه ډېرې زړې او د دوېمې نړېوالې جګړې وسلې را بار کړې وې. د وسلو په اړه پراخ فساد موجود دی."

د دې ترڅنګ ښاغلى علومي په افغان ملي پوځ كې د درنو وسلو نشتوالى او د هوايي ځواك جوړولو ته پام نه اړول بله هغه لويه ستونزه بولي چې د ملي پوځ د پياوړتيا په وړاندې يې ستونزې جوړې كړې دي.

د ملي دفاع وزارت هم دغه ستونزه مني خو وايي چې نړيواله ټولنه اړتيا و ته په كتو د ملي پوځ تجهيزات برابروي او په راتلونكو كلونو كې به دغه ستونزه هم اواره شي.

يوځل بيا ښاغلى عظيمي:

" موږ هم تل د درنو وسلو او نورو تجیزاتو غوښتونکي یو، خو نړیوال وایي چې اوس دغو وسلو ته اړتیا نشته او کله چې زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت خبره شي نو هوايي ځواک او درنې وسلې به هم ومومو."

ښاغلى عظيمي زياتوي چې اوس هم افغان ملي پوځ شاوخوا دوه نيم سوه ترانسپورتي الوتكې لري او دغه شمېره به نوره هم لوړه شي.

كه څه هم د افغان ملي پوځ د جوړولو، توان او پرمختګ په اړه بېلابېلې پوښتنې موجودې دي، خو ډېرى بيا د پوځ وړتيا او فعاليتونه د پام وړ او اغېزناك بولي. د كابل په پوځي اكاډمۍ كې د ملي پوځ امريكایى روزونكى جان دورن وايي چې افغان پوځيان ښه وړتيا لري او د ښې روزنې په پايله كې ښه سرتېرې ترې جوړېداى شي:

" زه فکر کوم چې دوی دلته ډېره ښه روزنه ویني، په همدې روزنې سره باید ډاډ تر لاسه شي چې دوی کله چې کندهار، هلمند او یا نورو سیمو ته له وسله والو سره د جګړې لپاره ځي ښه ثابتېدای شي. دوی ورځ په ورځ ښه کېږي او اوس هم د ډېرو سیمو مسوولیت پرغاړه لري."

د افغان ملي پوځ پياوړتيا او په پښو درېدو ته له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتو د كيلي په توګه كتل كېږي. افغان حكومت وايي، تر هغو چې دغه ځواكونه په پښو نه وي درېدلي او د حكومت د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په وړاندې د مقاومت توان ونه مومي، د بهرنيو ځواكونو حضور ته اړتيا ده.

په ورته وخت كې د امريكا ولسمشر بارك اوباما ويلي چې د راتلونكي زېږديز كال په جون كې به له افغانستانه د خپلو ځواكونو اېستل پيل كړي.

Image caption ددې ترڅنګ د ملي پوځ پياوړتيا د افغانستان د امنيت بقا تضمينوي، په داسې توګه چې بهرني ځواكونه به يوه ورځ نه يوه ورځ له افغانستانه ووځي، خو افغان ملي پوځ په خپل هيواد كې پاتې كېږي او خپلو خلكو ته كار كولاى شي.

څو ورځې وړاندې د برتانيا لومړي وزير ديوېد كامرون هم اعلان وكړ چې تر راتلونكو پنځو كلونو به د خپل هيواد سرتېري له افغانستانه وباسي، خو ايا تر دې وخته به افغان ځواكونه د خپل هيواد د امنيت ساتلو توان ولري؟

د ملي دفاع وزارت وايي كه لازمې مرستې ورسره وشي او د پوځ هغه شمېره بشپړه شي چې دوى يې غوښتونكي دي، افغان ځواكونه به په راتلونكو څلورو يا پنځو كلونو كې د خپل هيواد د امنيت ساتلو توان ومومي.

ددغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظىمي وويل چې اوس هم افغان ځواكونه د پنځلسو ولايتونو د مسووليت پرغاړه اخيستو توان لري:

" همدا اوس موږ د پنځلسو ولایتونو او شاوخوا سلو ولسوالیو د امنیت پرغاړه اخیستو توان لرو، خو دا په دې مانا نه ده چې نور دې بهرني ځواکونه ووځي، موږ له نړیوالو سره تړون کړی، تر هغو چې مو پوځ په خپلو پښو نه وي درېدلی، دوی به راسره وي."

په كابل او نورو ولايتونو كې د ملي پوځ مېشت سرتېري هم ټىنګار كوي چې د ښو تجهيزاتو او وسلو په ترلاسه كولو سره ددې توان موندلاى شي چې د بهرنيو ځواكونو له حضور پرته د خپل هيواد امنيت ټينګ كړي.

د افغانستان د ملي پوځ پياوړتيا او د بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو كمېدو ته تر ډېره په ښه سترګه كتل كېږي. شنونكي وايي، كه افغان ځواكونه د خپل هيواد په هره سيمه كې عمليات يا فعاليتونه كوي نه يوازې داچې عام خلك حساسيت نه ورسره ښيي بلكې مرسته هم ورسره كوي.

ددې ترڅنګ د ملي پوځ پياوړتيا د افغانستان د امنيت بقا تضمينوي، په داسې توګه چې بهرني ځواكونه به يوه ورځ نه يوه ورځ له افغانستانه ووځي، خو افغان ملي پوځ په خپل هيواد كې پاتې كېږي او خپلو خلكو ته كار كولاى شي.

ورته مطالب