'د کابل کنفرانس ټوله طرحه د افغان حکومت ده'

ښاغلی احمدزی
Image caption ښاغلی احمدزی د کابل کنفرانس له تنظيموونکو يو دی.

افغانستان ته د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له ورتلو وروسته د دغه هېواد په اړه تر دې مهاله اووه لوی نړيوال کنفرانسونه جوړ شوي.

دغه کنفرانسونه د بېلابېلو موخو لکه د سياسي بهیر، بيارغونې، ظرفيت جوړولو او د چارو د افغاني کېدو په اړه له افغانستان نه بهر جوړ شوي دي.

د دې لړۍ يو بل کنفرانس دا ځل له تېر سره په بشپړ توپير د افغانانو له لوري په کابل کې جوېږي چې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو او سازمانونو استازي په کې ګډون کوي.

په ۲۰۰۱ لومړي کال د طالبانو د رژيم له را پرځېدو وروسته نړيوالې ټولنې د بُن، توکيو، برلين، لندن، پاريس ، روم ، هاګ او لندن کنفرانسونه جوړل کړل چې د بن او هاګ کنفرانسونو سياسي بڼه درلوده.

توکيو، برلين، لندن، پاريس او روم هغه کنفرانسونه ياديږي چې د افغانستان د بيارغونې او ظرفيت لوړولو په اړه وو.

خو په ۲۰۱۰ کې د لندن دويم کنفرانس يو بل پړاو ته ور داخل شو چې تر ډېره د چارو د افغاني کېدو پر اصل ولاړ وو او کابل کنفرانس يې ادامه ده.

دغو کنفرانسونو ته په کتو پخپله د افغان حکومت رول په پرتله ييز ډول څومره و؟ د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي د لندن په کنفرانس کې ټوله طرحه د بهرنيانو وه، خو د کابل په کنفرانس کې بیا ټوله طرحه او ستراتيژي د افغانانو ده.

د افغانستان په اړه د جوړو شويو کنفرانسونو د لړۍ لومړنۍ هغه د بن و چې د طالبانو د رژيم له را پرځېدو وروسته د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په مداخلې په بُن کې جوړ شو.

په افغانستان کې د بهرنيو مرستو د همغاړې کوونکې ادارې (اکبر) مرستيال مشر محمد هاشم مايار وايي د بن په کنفرانس کې نړيوالو د نوي حکومت ستنې ودرولې.

په بن کې د افغانستان د انتقالي او موقتي حکومت، د اساسي قانون او د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو لپاره مهال وېش هم و‎ټاکل شو.

تر سياسي ملاتړ سملاسي وروسته نړيوالو د نوي جوړ شوی حکومت په پښو درولو لپاره له افغانستان سره مالي ملاتړ ته ور ودانګل او د بن له کنفرانس نه څو میاشتې نه وې تېرې شوې چې د افغانستان لپاره یې د مرستو غونډولو په اړه د توکیو کنفرانس جوړ کړ.

په دغه کنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د پنځه اعشاريه څلور مېلياردو ډالرو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته د پېسو دغه کچه د برلېن ، لندن او پاريس په کنفرانسونو کې وار په وار زیاتېده.

پوښتنه داده چې ولې دغه مرستې په يوه ځل نه کېدې ؟ آيا له پېله د پېسو د مصرف په اړه د نړیوالې ټولنې اټکل سم نه وو که د افغانستان په حکومت کې د جذب وړتیا؟

په اړه يې د (اکبر) موسسې مرستيال مشر محمد هاشم مايار وايي نړيوالې ټولنې ته په کار وه چې د خپلو مرستو پېل يې تر دې هم په کمو پېسو کړی وی

نړیوالې ټولنې د افغانستان په اړه بل کنفرانس د ۲۰۰۷ کال په جولای کې په روم کې جوړ کړ ، خو دا ځل یې تر مرستو ډېر پام د افغانستان د نژدې له کاره د لوېدلي قضايي سیستم جوړولو ته وو.

دا چې د روم له کنفرانس نه را وروسته د افغانستان قضايي سیستم څومره بدلون موندلی حقوق پوه او د کابل پوهنتون استاد پوهاند ګل رحمن قاضي وايي کنفرانس د ولس او نړيوالې ټولنې پر هيلو پوره ونه خوت.

خو د هالنډ په هاګ کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس هدف مرستې نه ، بلکې د افغانستان په ثبات کې د سيمې د هيوادونو د رول په اړه وو.

په کنفرانس کې چې د افغانستان د ګاونډيانو په شمول د ۷۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو د ۲۰۰۹ کال په لومړيو کې جوړ شو.

خو دغلته افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته د سيمې د هيوادونو له ورکړو ژمنو سره سره د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی يې چندانې بريالی نه بولي.

د حامد کرزي په مشری د نوي حکومت د بنسټ له اېښودولو نهه کاله وروسته نړيوالې و پتېيله چې په کرار کرار د مسووليتونو پېټۍ د افغانانو پر اوږو وغوځوي.

په همدې موخه نژدې شپږ میاشتې وړاندې د روان ميلادي کال په جنورۍ کې په لندن کې يو نړيوال کنفرانس را وبلل شو.

له نورو نړيوالو کنفرانسونو سره د کابل کنفرانس توپير د دغه کنفرانس تنظيموونکی ډاکټراشرف غني احمدزی په دې کې بولي چې طرحه او ستراتيژي دواړه يې د افغان حکومت دي.

دا لومړی ځل دی چې کابل له ۲۰۰۱ کال را وروسته چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلل د دومره لوی نړيوال کنفرانس کوربه دی.

ورته مطالب