کابل او اسلام اباد د ترانزیت تړون لاسلیک کړ

ښاغلی احدي له پاکستاني چارواکو سره
Image caption دغه تړون چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت د وزیر انوارالحق احدي او د هغه د پاکستاني سيال مخدوم فهیم امین ترمنځ لاسلیک شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزيره هيلري کلنټن هم پکې موجوده وه.

پاکستان او افغانستان د ترانزيت په برخه کې له څو پړاوونو وروسته موافقې ته رسېدلي دي.

د دې موافقې له مخې به افغانستان هندوستان ته د خپلو صادراتو لپاره پاکستان منځنۍ اسیا ته د خپلو سوداګريزو توکو د صادرولو د لارې په توګه کارولی شي.

د تړون له مخې په وچه کې ایسار افغانستان ته د پاکستان د بندرونو له لارې له نورې نړۍ سره هم د سوداګرۍ د ودې لاره اواره شوې ده.

د افغانستان د مالیې وزير عمر زاخېلوال له بي بي سي سره په مرکه کې دغه تړون د ټولې سيمې لپاره په ګټه وباله:

''دا د دې نښه ده چې د افغانستان او پاکستان اړيکي په بیړه په ښه کېدو دي، دا د سیمه ييزې همکارۍ په ډګر کې د ښه ګاونډيتوب نښه هم ده، زما په فکر په کار ده چې زموږ نور ګاونډيان هم دا بېلګه تعقیب کړي.''

د موافقې له مخې به اوس د افغانستان لارۍ د کراچۍ بندر او د واګي سرحد ته تللی شي.

همدا راز پر کلينرو، موټر چلوونکو او لېږدوونکو د وېزې شرط هم له منځه تللی دی.

خو پر يوه څه چې کابل د اسلام اباد موافقه ترلاسه نه شوای کړای، دا وه چې د پاکستان له لارې له هندوستانه افغانستان ته د مالونو واردول وو.

Image caption د تړون له مخې په وچه کې ایسار افغانستان ته د پاکستان د بندرونو له لارې له نورې نړۍ سره هم د سوداګرۍ د ودې لاره اواره شوې ده.

دغه تړون چې د افغانستان د مالیې د وزیر عمر زاخېلوال او د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د وزير مخدوم فهیم امین ترمنځ لاسلیک شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزيره هيلري کلنټن هم پکې موجوده وه.

د تړون تر لاسلیکېدا وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په دې تړاو تيلې فوني خبرې کړې وې.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې دا موافقه د سيمه ييزې سوداګرۍ او پراختیا په برخه کې یو ستر ګام بللی دی.

په افغانستان کې سوداګرو د دې تړون هرکلی کړی او ويلي دي چې له دې سره به نه يوازې د مالونو په انتقال کې د وخت له کبله کمی راشي، بلکې پر بیو به يې هم اغېز ډېر وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير انوارالحق احدي چې د افغان حکومت په استازيتوب يې د تېرې يکشنبې په ماښام په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سيال مخدوم فهیم امین سره دا تړون لاسلیک کړ، وايي په دې نوي تړون کې د افغانستان له لوري رامخې ته شوي ګڼ وړانديزونه منل شوي.

ښاغلی احدي زياتوی د دغه تړون په مټ به افغان سوداګرو ته د تېر پرتله د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

ورته مطالب