افغان سرتېري ۱ افغان عسکر ۲ امريکايان په ډزو ووژل

افغان سرتېري د روزنې پرمهال
Image caption د جولای پر ۱۳مه هم يوه افغان سرتېري په هلمند کې درې برتانوي پوځيان په ډزو ووژل.

د افغانستان په شمال مزار شریف کې کې د افغانستان د ملي اردو يوه سرتېري د روزنې پرمهال یو افغان سرتېرې او دوه امريکايان په ډوز وژلي دي.

په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي چې د پېښې په اړه يې د افغانستان له دفاع وزارت سره پلټنه پيل کړې ده.

د ایساف خپره شوې خبرپاڼه کاږي، د افغانستان د ملي اردو یوه سرتېري د وسلو د ازموینې پرمهال پر امريکايانو ډزې وکړې، يوه افغان او دوه امريکايي پوځيان يې په ډزو ووژل.

خبرپاڼه کاږي چې بیا برید کوونکي سرتېری هم ووژل شو.

په خبرپاڼه کې د يوه ایساف او یوه افغان سرتېري د ‎ټپي کېدا خبر هم ورکړل شوی.

ایساف وايي پېښه نن سهار د مزار شریف ښار ته څېرمه د شاهين روزنيز مرکز د روزنې پرمهال شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي ويلي په ګډه يې له ایساف سره د پېښې پلټنه پيل کړې ده.

رپوټونه وايي دغه افغان برید کوونکي عسکر افغان سرتېرو ته روزنه ورکوله، چې له امریکايي عسکرو سره يې لفظي شخړه راغله او سملاسي يې د توپک پر ماشه ګوته ټينګه کړه.

د روان جولای پر ۱۳مه هم په هلمند کې يوه افغان سرتېري درې برتانوي پوځيان په ډزو ووژل شپږ نور يې ټپيان کړل.

د طالب حسین په نامه برید کوونکی افغان سرتېری له برید وروسته طالبانو ته واوښت.

Image caption د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې يوه افغان سرتېري پنځه برتانوي پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پرمهال په ډزو ووژل.

څه موده وړاندې هم د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ورته پېښه شوې وه، چې په ترڅ کې يې يوه افغان سرتېري برتانوي پوځيان ووژل.

د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې يوه افغان سرتېري پنځه برتانوي پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پرمهال په ډزو ووژل.

په افغانستان کې تر امریکا وروسته برتانیا ډېر سرتېري لري.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي.

ورته مطالب