ناټو: وسله والو له ۶ افغان پوليسو سرونه غوڅ کړي

افغان پوليس
Image caption په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه مخ پر ډېرېدا دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي د هېواد په شمال کې اورپکو له شپږو افغان پوليسو څخه سرونه غوڅ کړي دي.

ناټو په يوه خپره شوې ویناپاڼه کې ويلي، دا پېښه د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې شوې ده.

ويناپاڼه کاږي وسله والو د بغلان پر يو شمېر دولتي او د پوليسو د تلاشۍ پر پوستې برید کړی دی.

برید د سه شنبې پر ورځ شوی، چې د پوستې تر نيولو وروسته يې د شپږو افغان پوليس افسرانو سرونه غوڅ کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ هم د افغانستان شمالي مزار شریف ښار ته څېرمه يوه افغان عسکر دوه ناپوځي امریکایان په ډزو ووژل، چې بیا د امریکایانو په ډزو کې يو افغان سرتېری هم ووژل شو.

تېره جون میاشت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

يوازې په تېر جون میاشت کې ۱۰۳ نړیوال عسکر ووژل شول، چې ۶۰ يې امریکایان ول.

په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه مخ پر ډېرېدا دي.

ورته مطالب