افغانستان کې د حج لپاره نوم ليکنه پيل شوه

حاجیان
Image caption افغان چارواکي ژمنه کوي چې تر بل هر وخته به داځل افغان حاجيانو ته اسانتياوې ډيرې برابرې کړي .

افغان دولت سږکال حج ته د تلونکو کسانو د نوم ليکنې د چارو د پيلولو خبر ورکړ . ټاکل شوي چې 30 زره افغانان سږکال بيا د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د هر حج ته تلونکي لگښت نژدې ٣ زره امريکايي ډالره ټاکل شوى چې پکې ، له خوړو پرته د يوه حج ته تلونکي نورډير لگښتونه شامل دي.

دوه ورځې وروسته د حج د مراسمو تر سره کونکي مينه وال کولاى شي په ټول افغانستان کې د کابل بانک په نوم دخصوصي بانک څانگو ته ورشي او د حج لپاره خپل نومونه وليکي او ټاکل شوې څه باندې ٢٨٠٠ ډالره وسپاري .

په دغو پيسو کې د هر حج ته تلونکي لپاره له پاسپورټ او ويزې نيولې د الوتکې تر ټکټ ، په سعودي عربستان کې د اوسېدا د ځاى تر کرايي پورې هر څه شاکل دي . سږکال بيا د سعودي عربستان ،افغانستان ته د ٣٠ زره حج ته تلونکو کسانو اجازه ورکړې .

وړاندې کلونو کې د حج ته تلونکو کسانو نوم ليکنه په خپله د حج او اوقافو د وزارت لخوا تر سره کيده چې د واسطو او بډو ورکولو ستونزې هم پکې زياتې بلل کيدې، خو د افغانستان د حج د چارو وزير محمد يو سف نيازى وايي د اداري فساد د مخنيوي او خلکو ته د اسانتياوو د رامنځ ته کولو لپاره يې دغه چار ه يوه خصوصي بانک ته وسپارله:

(( کابل بانک په ټول افغانستان کې ١٣٢ نمايندگى لري چې دا زموږ د حج ته تلونکو لپاره يو سهولت دى بې له دې چې سر گردانه شي هلمته د خپلې اوسېدا سېمې ته نژدې داخله کوي. او بله خبره داده چې پخوا به د حج ته تلو د داخلې لپاره ځينو خلکو حکومتي مامورينو او نور کسانو ته بډې ورکولې او يا به يې واسطې کولې . دا ځل د حج وزير هم چاته دا خله نشي کولى. ))

خو د حج د مراسمو د مينه والو د زياتوالي له کبله د پچې اچولو چاره به سږکال بيا تر سره کيږي خو توپير يې دادى چې سږکال به له پچې اچولو دمخه د حج مينه وال ټاکل شوې پيسې په بانک کې ژدي چې له دغه کاره موخه دهغو کسانو مخنيوى بلل شوى چې په څو ځايونو کې به يې داخله کوله او يا به يې د تور بازار د رامنځ ته کولولپاره د افغان چارواکو په خبره گڼه گوڼۀ رامنځ ته کوله .

Image caption په پخوانيو کلونو کې هر کال له افغانستانه حج ته تلونکو په سعودي عربستان کې له يوه نه يوه اړخه سر ټکاوه چې يا يې د اوسېدا ځايونه ليرې ورته نيول کيږي او يا په تلو راتلو کې له ستونزو سره مخ ول.

د حج او اوقافو وزير وايي هغه کسان چې پچه يې ونه خته د هغوى پيسې به بانک سملاسي بيرته ورکوي.

ښاغلي نيازي وويل هغه کسان چې عمرونه يې ډير او له جسمي لحاظه کمزوري وي د يوه بل خپلوان پرته حج ته د تلو اجازه نه ورکول کيږي .

ده ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي د حج د مراسمو له پيل وړاندې سعودي عربستان ته د تلو او هلته د اوسېدو او بيرته را تلو په بهير کې افغان زيارت کونکو ته اسانتياوې تر پخوا زياتې کړي .

خو په پخوانيو کلونو کې هر کال له افغانستانه حج ته تلونکو په سعودي عربستان کې له يوه نه يوه اړخه سر ټکاوه چې يا يې د اوسېدا ځايونه ليرې ورته نيول کيږي او يا په تلو راتلو کې له ستونزو سره مخ ول.

خو افغان چارواکي ژمنه کوي چې تر بل هر وخته به داځل افغان حاجيانو ته اسانتياوې ډيرې برابرې کړي .