د پامير الوتکې د قربانيانو مړي خپلو کورنيو ته وسپارل شول

Image caption په دغې الوتکه کې ټول ټال 44 تنه سپارل ول چې له کندوز څخه کابل ته پر لارې د سالنګ په غرونو کې ولوېده.

د پامير هوايي کرښې دغه انتونوف اين ۲۴ ډوله الوتکه له ۴۴ سپرليو سره د مې مياشتې پر اولسمه له کندوز څخه کابل ته روانه وه چې په لاره کې د سالنګ په غرونو کې ولوېده.

د دغې پېښې د ارزولو کمېسيون وايي د الوتکې د قربانيانو د پېژندنې بهير پای ته رسېدلی او ټول مړي پېژندل شوي دي.

دد غه کمېسيون مشر احمد ضيا يفتلي وويل په دغو کسانو کې چې اته دېرش يې مساپر او نور شپږ تنه عمله ول، ۱۹ تنه يې پخوا پېژندل شوي ول .

هغه زياته کړه د پاتې ۲۶ کسانو د مړو د پېژندلو بهير اوس پای ته رسېدلی او جسدونه يې د پنجشنبې پر ورځ خپلو کورنيو ته وسپارل: (( لومړی ۱۹ مړي پېژندل شوي ول او پاتې نورد هويت د تثبيت لپاره له موږ سره ول، چې دغه کار يوه بله مياشت وځنډېد.

تېره اونۍ چې پايلې راورسېدې ، له ترکيې څخه يو پلاوی هم دلته راغی او د افغانستان د عدلي طب له کار کوونکو سره يې د پېژندل شويو کسانو په جلا کولو او منظم کولو کې مرسته وکړه.

نن موږ دا بهير پای ته رسېدلی اعلانوو او ۲۶ پاتې مړي د نورو مړو د بدن له ټوټو سره يو ځای خپلو کورنيو ته ورسپارو )).

په دغې الوتکه کې ټول ټال ۲۷ کسه افغانان ، او پنځلس بهرنيان ول چې د بريتانيا امريکا ،ترکيې ،پاکستان ، تاجکستان ، فليپين او ناروې اتباع ول .

له دې سره سره چې د دغې الوتکې تور بکس چې د پيلوټانو غږونه او ټول جزيات پکې ثبت دي، موندل شوی خو د ارزونې د کمېسيون د تور بکس د لټون جرګکۍ وايي لا هم د دوی کار پاتې دی.

د ترانسپورت وزارت مرستيال او ددغې جرګګۍ مشر راز محمد علمي وويل يو پلاوی د تور بکس د جزياتو د اورېدو لپاره روسيې ته روان دی او ډېر ژر به يې پايله اعلان کړي .

د پامير دغې نژدې څلوېښت کلنې الوتکې په ۱۹۷۲ کال کې لومړنۍ الوتنه کړې وه او پاميرهوايي کرښې بيا په 2010 کال کې و پېرله.

د قربانيانو د کورنيو ډېرې نيوکې دادي چې حکومت د الوتکو زړښت او نور کيفيت ته پام نه کوي.

خو د ترانسپورت وزارت وايي سره له دې چې د پامير پر لوېدلې الوتکې ډېر وخت تېر شوی خو په وينا يې هغه يې له هره اړخه کتلې وه او هېڅ تخنيکي ستونزه يې نه درلوده .

بله خوا د پامير شرکت مشر اسداله وايې دوی خپلو پېرودونکو ته د بيمې سيسټم لري او د قربانيانو له کورنيو يې وغوښتل چې د بيمې د تر لاسه کولو لپاره دوی ته ورشي:

((موږ په دې برخه کې د ټولو قربانيانو له کورنيو سره اړيکي لرو او هغوی ته اړينې مرستې رسوو . د دغو کسانو له خپلوانو څخه غواړم چې د هر ډول مرستي لپاره چې زموږ په وس وي ، موږ ته مراجعه وکړي ، له زيانمنو کسانو سره مرسته زموږ په لومړيتوبونو کې راځي. ))

ددغو پاتې مړو د پېژندلو په برخه کې د امريکا ، بريتانيا او ترکيې روغتيايي ډلو له افغانستان سره مرسته کړې ده.