قومي تړون نارنجي لمبې بلوي

پکتیکا
Image caption د افغانستان په سوېل ختيځو سيمو كې لا هم پخواني قومي دودونه او تړونونه ژوندي پاتې دي چې پخوا تر دې به هم په سيمو كې قومي ستونزې او جګړې دسيمي مشرانولخوا د ټاكل شويو تړونونو له مخې هوارېدې.

افغان امنيتي ځواكونه وايي څه موده وړاندې د پكتيكا د برمل ولسوالۍ په نوې اډه سيمه كې د سيمې د يو اوسيدونكې كور د قومي سپين ږيرو لخوا وځول شو او دغه كس يې۲۵۰۰۰۰ افغانۍ ناغه كړ.

د سيمې قومي مشران وايي چې نوموړي كس له وسله والو سره اړيكي درلودې او دغلته يې د سيمې د پرمختګ په كارونو كې خنډونه اچول.

دوی وايي چې دغه كار يې د هغه قومي تړون له مخې كړى چې دوه كاله وړاندې د يادې ولسوالۍ پينځو قومونو په خپل منځ كې كړى و.

په دغه تړون كې ويل شوي هر هغه څوك چې په سيمه كې له وسله والو ډلو سره اړيكي لري او د هر ډول پرمختګ مخه ډب كوي، د پښتنو د قومي تړون له مخې به يې كور سوځول كېږي او ۲۵۰۰۰۰ زره افغانۍ به ناغه وركوي.

دغه تړون د برمل ولسوالۍ پينځو قومونو احمدزي، سيدګي، سيفلي، پيپلي اوملك شاهي قومونو تر منځ شوى و.

د افغانستان په سوېل ختيځو سيمو كې لا هم پخواني قومي دودونه او تړونونه ژوندي پاتې دي چې پخوا تر دې به هم په سيمو كې قومي ستونزې او جګړې دسيمي مشرانولخوا د ټاكل شويو تړونونو له مخې هوارېدې.

دوه كاله وړاندې هم د پكتيا په لجه منګل ولسوالۍ كې د قومي تړون له مخې د سيمې د يو اوسېدونكي كور له وسله والو سره د اړيكو په تور د قومي سپين ږيرو لخوا سوځول شوى وو.