کرزی: ډېر ژر به د سولې عالي شورا جوړه شي

Image caption ښاغلي کرزي ويلي د سولي د عالي شورا غړي به داسې کسان وي چې پر سوله باور لري.

داسې ښکاري ولسمشر کرزی له خپلو وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو په مسله کې پر نړيوال ملاتړ ډاډه شوی دی .

دغه ډاډ تر ډېره کابل کنفرانس زېږولی برېښي چې د سې شنبې پر ورځ د شاوخوا اويا هېوادونو او نړيوالو ټولنو د مشرانو او استازو په ګډون په کابل کې جوړ شو.

ښاغلی کرزی هم اوس په دې اړه تر پخوا جدي برېښي او د يوه عملي ګام په توګه يې د پنجشنبې پر ورځ پخواني مجاهدين، ځينې مخور او خپل لوړپوړي مامورين سره راغونډ کړل.

د ولسمشرۍ دفتر وايي ښاغلي کرزي له دغو کسانو سره د سولي دعالي شورا پر جوړولو غږېدلی دی .

ددغې شورا د جوړولو سپارښتنه څه باندې يوه مياشت مخکې د سولي مشورتي جرګې کړې وه خو تر اوسه يې چوکاټ، کاري ساحه، کاري ميکانيزم او د عمل ځواک سم نه دی څرګند .

ددغې شورا جوړول د سولې د هڅو د لړۍ يوه کړۍ بلله کېږي دغه راز افغان حکومت ورته له وسلوالو مخالفينو سره د پخلا کېدلو د اغېزناکې لارې په سترګه ګوري.

ولسمشر کرزي ويلي د سولي عالي شورا بايد د هېواد د ټولو پرګنو استازيتوب وکړي خو دا لا معلومه نه ده چې غړي به يې څوک وي .

وېره يې دا ده چې هغه کړۍ به پکې ننوزي چې په ښکاره سوله غواړي او په پټه يې مخالفت کوي.

د ولسمشرۍ د دفتر خپره شوې ويناپاڼې هم دغه اندېښنه نه ده هېره کړې او وايي د سولې د عالي شورا غړي به داسې کسان وي چې پر سولې باور ولري دغه راز ديني عالمانو ته هم ونډه پکې ورکول کېږي .

د دوی د کار ميکانيزم روښانه نه دی خو يو څه چې روښانه دي له مخالفينوسره خبرې اترې دي .

د ولسمشر کرزي له لوري راغوښتل شوې جرګګۍ هم پر دې ټينګار کړی چې په افغانستان کې بايد د خبرو اترو له لارې سوله راشي .

دوی دا هم ويلي چې په دې برخه کې جدي کار په کار دی او ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې د سولي عالي شوار به ډېره ژر جوړه کړي .

ولسمشرکرزي په کابل کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې سره ژمنه وکړه چې تر 2014 کاله به خپل امنيتي ځواکونه پياوړي کوي او د هېواد دامنيت ساتنې ټولې چارې به پر غاړه اخلي.

نوموړی به ښايي له همدې امله هم د سولې پر ژرکېد ټينګار کوي . خو وسلوال مخالفين چې د افغانستان د روانې شخړې بل اړخ دی د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د سولې هڅو ته مشروط ځواب وايي.

شرط دا دی چې لومړی دې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي او بيا به سوله کېږي دا هغه څه دي چې تر اوسه پرې جوړجاړی ناشونی برېښي.