د افغانستان پر اساسي قانون د څار کمیسیون کار پيل کړ

.
Image caption د افغانستان د اساسي قانون 157 ماده د دغه کميسيون يوازېنۍ دنده د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د نظارت يا څار په گوته کوي.

له اتو کالو ځنډ وروسته د افغانستان پر اساسي قانون د څار کميسيون همدا نن (شنبه، د جولای ۲۴مه) په رسمي بڼه په کار پيل وکړ.

دغه کميسيون چې اووه تنه غړي لري، پنځو يې د افغانستان له ولسي جرگې نه د تاييد رايې اخيستې او د دوو تنو نورو برخليک يې لا نه دى جوت شوى.

سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه کميسيون صلاحيتونه زيات نه دي جوت شوي، خو ولسي جرگې دغه کميسيون ته د اساسي قانون د ځينو لانجمنو مادو د تفسيرولو واک سپارلى چې تر دې وړاندې دغه چاره د سترې محکمې پر غاړه وه.

دغو پنځو سرو غړو چې کله له ولسي جرگې نه د تائيد رايې اخيستې، نو د ولسي جرگې د گڼو استازو دغه پوښتنه بيځوابه پاتې وه چې ايا له دې وروسته به دغه کميسيون د اساسي قانون د ځنيړ لانجمنو مادو د تقسير واک ولري که څنگه ؟

په دې برخه کې د افغانستان د اساسي قانون په 157 ماده کې هم زيات وضاحت نه دى ورکړل شوى، په دغې ماده کې د دغه کميسيون يوازېنۍ دنده د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د نظارت يا څار په گوته شوى.

په دغه کميسيون کې د کابل پوهنتون استاده او د مشرانو جرگې غړې محبوبه حقوقمل، د کابل پوهنتون استاد گلرحمن قاضي، د سترې محکمې پخوانى غړى محمد عمر منيب، د عدليې مرستيال وزير عبدالقادر عدالتخوا او د يو خصوصي پوهنتون استاد محمد امين احمدي غړيتوب لري.

تر دې وړاندې افغان حکومت د اساسي قانون هغه مادې چې لانجمنې به وې او يا هم د بېلابېلو غاړو له خوا يې راز راز تعبيرونه کېدل د ستونزې د غوڅولو لپاره سترې محکمې ته استولې چې دې چارې د افغان حکومت او ولسي جرگې تر منځ ناندرې راوټوکولې او ان ځيني وختونه خو په تربگنۍ هم بدلې شوې.

د حکومت ناغيړي

تر دې وړاندې ولسي جرگې په ډېرو غونډو کې په وار، وار له حکومته غوښتنه کوله چې د دغه کميسيون غړي دې ژر تر ژره دغې حرگې ته د تائيد لپاره ولېږي او د هغوى نيوکه دا وه چې حکومت په دې چاره کې ناغيړي کوي.

Image caption تر دې وړاندې ولسي جرگې په ډېرو غونډو کې په وار، وار له حکومته غوښتنه کوله چې د دغه کميسيون غړي دې ژر تر ژره دغې حرگې ته د تائيد لپاره ولېږي او د هغوى نيوکه دا وه چې حکومت په دې چاره کې ناغيړي کوي.

دا رنگه د دغه کميسيون د دندو او واکونو په اړه چې ولسي جرگې کوم قانون تصويب کړ، په هغه کې يې نوموړي کميسيون ته واک وسپاره چې د اساسي قانون کومې مادې چې تفسيرولو او شننو ته اړمنې دي نو د همدغه کميسيون غړي دې هغه تفسير او تعبير کړي .

خو کله چې دغه قانون ولسمشر ته د لاسليک او توشيح لپاره واستول شو، نو هغه ترېنه دغه ماده په چورلټ ډول ايستلې وه.

دا رنگه ولسي جرگې پر افغان حکومت دا شک هم کاوه چې گواکې د کميسيون غړي چې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، هغه کسان به وي چې د حکومت په خوښه چارې سمبال کړي او دغه وېره هم وه چې ښايي دغه کسان په ډېرې سختۍ سره وتوانېږي له ولسي جرگې نه د تائيد رايې تر لاسه کړي.

خو کله چې دغه غړي ولسي جرگې ته ورغلل په دې وتوانېدل، چې پنځه سره غړي يو ځاى د تائيد رايې واخلي.

ورته مطالب