پر افغانستان د امریکا د جګړې د 'پټو اسنادو' افشا کېدل

امریکايي پوځيان په افغانستان کې
Image caption په رپوټ کې د ولسي وګړو د وژل کېدا هغه پېښې هم يادې شوې، چې وړاندې پرې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په هغه څه کې چې د امریکا د پوځ په تاریخ کې تر ټولو لوی افشا کول بلل شوي درو لویو خبرې ادارو په افغانستان کې د جګړې پرمهال له هغو پېښو نه پرده پورته کړې چې راپور شوي نه دي.

د ګارډین، نیویارک ټايمز ورځپاڼو او جرمنی مجله ډیر شپیګل وايي د ویکيلیکس څارونکي سازمان له خوا یې له نوي زرو نه زیات پټ پوځي اسناد ترلاسه کړي چې له مخې افغان ملکي وګړي د ناټو ځواکونو له خوا وژل شوي.

د ويکيليکس مخینه په انګليسي کې

دغه راز په دې کې د ناټو د هغو اندېښنو په اړه هم اسناد شته چې وايي ایران او پاکستان په فعاله توګه په افغانستان کې له طالبانو سره مرسته کوي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوې اعلامیې کې دا افشا کول په سختو ټکو کې غندل شوې او وايي چې په دې اسناد کې له ۲۰۰۴ څخه تر د ۲۰۰۹ پورې موده رانغړل شوې حال دا چې امریکا د ولسمشر اوباما تر مشرۍ لاندې د ۲۰۰۹ میلادي کال په دسمبر کې په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړې ده.

سپینه ماڼۍ وايي دا افشا کول د ناټو او افغان سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخامخوي او ملي امنیت ګواښي.

ورځپاڼو د افغانستان جګړه، ستونزې او د ملکي وګړو تلفات په ګوته کړي دي.

په رپوټ کې داسې جزييات هم شته، چې څرنګه طالبانو د جنګي الوتکو ضد توغندي ترلاسه کړي ول.

په افشا شوو اسنادو کې د هغو ملکي وګړو د وژنې یادونه هم شوې، چې په اړه يې تر اوسه رپوټونه نه دي خپاره شوي.

رپوټ د امریکا هغه اندېښنې هم رانغښتې، چې وايي ایران او پاکستان له افغان وسله والو سره مرسته کوي.

ګارډين او نيويارک ټایمز دواړې ورځپانې وايي چې دوی له اصلي سرچينې سره اړیکه نه لري، او د ويکيليکس انټرنېټي څارونکي سازمان له خوا يې دا مالومات تر لاسه کړي دي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني ويلي د امریکا متحده ایالتونه، افغانستان او پاکستان له يو بل سره همغاړي ملګري دي، چې د القاعدې ډلې او طالبانو پر ضد ګډه مبارزه کوي.

پر همدې مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال جيمز جونز ويلي دا پټ مالومات "کېدای شي چې د امریکایانو او زموږ د شریکانو ژوند په خطر کې واچوي، او زموږ ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي."

پر دغه رپوټ يوه امریکايي چارواکي ويلي چې د ويکيلیکس وېبپاڼه يوه موضوعي او خبري سرچینه نه ده، بلکې په وینا يې دا په افغانستان کې د امریکا ضد سیاست سازمان دی.

دا رپوټ داسې مهال خپور شوی، چې رپوټونه وايي د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان په نارامه سوېلي هلمند ولایت کې بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې په ترڅ کې يې ۴۵ ولسي خلک وژل شوي.

که څه هم ناټو په دې اړه پلټنه نه ده کړې، خو افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د ولسي وګړو وژل کېدل تاييد کړي.

بل خوا د بي بي سي يو خبریال د پېښې سيمې ته ورغلی او له ولسي خلکو سره يې خبرې کړې، چې ټولو ويلي دا پېښه رامنځ ته شوې ده.

عيني شاهدانو ويلي وژل شوي کسان له سنګین نه په دې نیت د جوشانې سیمې ته لېږدېدلي، چې ګني له جګړې خوندي شي.