کندهار: د موټر اوښتو ۲۱ مسافر مړه کړل

د مخکنۍ پېښې قرباني
Image caption د کندهار ميرویس روغتون ډاکټران وايي روغتون ته ۲۱ مړي او تر ۲۰ ډېر ټپيان وروړل شوي.

د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې د سپرلۍ يو لوی ۳۰۳ ډوله موټر پر سړک له خپل تګلوري اوښتی، چې لږترلږه ۲۱ مسافر پکې مړه شوي.

د کندهار د ميرویس روغتون سرطبيب داود فرهاد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، پېښه نن (دوشنبه، د جولای ۲۶مه) سهار شاوخوا شپږ بجې د کندهار دامان ولسوالۍ په 'مانده' سیمه کې شوې ده.

د ښاغلي فرهاد په وینا، تر اوسه د میرویس روغتون ته ۲۱ مړي وروړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

نوموړی وايي په پېښه کې ۲۵ مسافر سخټ ټپيان شوي، چې ښايي د مړو شمېره تر دې هم واوړي.

د کندهار د ترافیکو مدیر سمونوال محمد الهل خان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، دا بس د زیات سرعت له امله اوښتی دی.

نوموړی وايي د کندهار-کابل پر لویه لاره لوی بسونه په ډېرې چټکۍ ځي، چې زيات ځلې مرګونې پېښې رامنځ ته کوي.

تېره اوونۍ هم په زابل کې د مسافرو يو ګاډی له بل ګاډي سره ټکر شوی و، چې مسافرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

د کندهار د ترافیکو مدیر وايي دا بس د وطن دوست ترانسپورتي شرکت اړوند و، چې د کابل – کندهار پر لویه لاره مسافر لېږدوي.

د روان کال د اپرېل پر ۱۲مه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې ایساف ځواکونو سهار شاوخوا شپږ بجې هغه مهال پر ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر ډزې وکړې، چې اشارې ته يې پام ونه کړ.

په پېښه کې څلور مسافر ووژل شول او ۱۸ نور ټيیان شول.

Image caption د کندهار د ترافیکو مدیر وايي د زیات سرعت له امله ډېر ځلې له سړکه موتر وځي.

افغان ولسمشر هغه پېښه په سختو ټکو غندلې وه، او ويلي وو چې دا له زغمه وتلی کار دی.

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

وړاندې هم د کابل – کندهار پر لويه لاره دا ډول پېښې رامنځ ته شوې، او مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

په تېر کال کې هم ايساف ځواکونو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې وکړې، چې په موټر کې ټول سپاره کسان، چې عام وګړي ول، ووژل شول .

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

پر دغې لويې لارې په جنوب کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول کېږي، چې ډېر ځلې پرې وسله وال طالبان بريدونه کوي.

موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

ورته مطالب