'افغان ځواکونه تر ۲۰۱۴ پورې پرځان بسیا کېدای شي '

افغان ځواکونه
Image caption ټاکل شوې تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې تر 2014 میلادي کاله به افغان امنیتي ځواکونه د دې جوګه وي چې په دغه هیواد کې پر خپل مټ امنیت خوندي کړي.

چارواکي وایي که چیرې هغه مهال هم افغان ځواکونه لازمې وړتیاوې ونه لري او په پوځي وسایلو د سمبالښت له اړخه نیمګړتیاوې ولري، نو یو شمیر بهرني ځواکونه به لا هم په افغانستان کې د هغوی د ملاتړ لپاره پاتي وي.

پر همدې مهال په افغانستان کې میشت سوله ساتي ځواکونه وایي په دې وروستیو کې یې په دغه هیواد کې د اورپکو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړي او په تیرو دریو میاشتو کې یې شاوخوا درنیم سوه اورپکي نیولي او یا یې هم وژلي دي.

افغان چارواکي وایي تر راتلونکو څه باندې څلورو کالو کې به د افغان امنیتي ځواکونو شمیر چې اوسمهال شاوخوا دوه سوه زرو ته رسیږي، څلور سوه زرو ته لوړ شي، اړینې وړتیاوې به ولري او په لازمه توګه به سمبال هم وي.

د چارواکو په وینا دې موخې ته له رسېدو وروسته به اړتیا نه وي چې اوسني لس‍ګونه زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې له نا امنیو او ورانکاریو سره د مقابلې دنده پرمخ بوځي.

د ملي دفاع وزرات ویاند ظاهر عظیمي ډاډ ورکوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو ترمهاله به افغان ځواکونه په ځان بسیا او په خپلو پښو دریدلی وي:

''زه غواړم چې ستاسو له لارې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړم چې که په 2011 کال کې د بهرنیو ځواکونووتل پیل شي او په 2014 کال کې افغان ځواکونو ته د چارو واګې وسپارل شي، هېڅ ډول اندېښنه وجود نه لري. د افغان امنیتي ځواکونو کمیت او کیفیت به تر هغه مهاله لوړ شي، که د ښوونې او روزنې له اړخه وي که د آسانتیاوو د درلودلو یا سمبالښت له اړخه. که د هوایي ځواکونو په څېر کومه تشه وي نو دا به هم تر هغه مهاله پوره شي، که د ملي پوځ په برخه کې وي که د پولیسو او یا هم د نورو امنیتي ځواکونو په برخه کې‏ وي.''

ښاغلی عظیمي زیاتوي، د بهرنیو ځواکونو وتل د یوه منظم پلان له مخې ترسره کیږي چې په وینا یې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره جوخت به د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې هم لوړیږي:

''په پلان کې د بهرنیو ځواکونو وتل د یوه توازن له مخې ترسره کیږي. یعني هرڅومره چې د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ شي، دا بهیر همداسې دوام مومي تر دې چې په 2014 کال کې بشپړ شي. خو دا هغه مهال نه دی چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه وتلي وي، بلکې یو شمیر بهرني ځواکونه به په خپلو مرکزونو کې پاتې وي چې وګوري، افغان ځواکونه د کورني او بهرني امنیت د خوندي کولو جوګه دي او که څنګه. سربیره پردې زموږ او امریکا او ناټو ترمنځ د ستراتیژیکو تړونونو له مخې د دې کار لپاره ملاتړ هم شته دی.''

د کابل نړیوال کنفرانس له مهمو پریکړو یوه هم دا وه چې تر 2014 میلادي کاله به امنیتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

Image caption که څه هم افغان چارواکي وايي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به يې ځواکونه د امنیت د ټينګولو جوګه شي، خو ځينې کارپوهان وايي چې افغانستان کافي هوايي ځواک نه لري.

خو د افغان چارواکو دا څرګندونې به ښایي هغو اندېښنو ته ځواب وي چې وایي تر هغې مهال به کېدای شي افغان امنیتي ځواکونه که څه هم د شمېر له مخې پوره وي، خو د وړتیاوو، سمبالښت او اسانتیاوو د درلودلو له اړخه به بیا هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ وي.

پر همدې مهال په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه ایساف وایي اوسمهال د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې او له دغو ځواکونو سره په ګډه یې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د اورپکو پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی دی.

د آیساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز د یوې خبري ناستې پرمهال په کابل کې وویل چې دغو ځواکونو له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه په تېرو درو میاشتو کې شاوخوا 350 اورپکي او د هغوی د مشرتابه ډلې غړي نیولي او یا یې هم وژلي دي.

ورته مطالب