کرزي رسنیو ته خبرداری ورکړ چې سمې شي

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلی کرزی وايي که هره رسنۍ د امرزو ټلوېزيون په څېر چلند وکړي نو بنده به يې کړي .

دا په تېرو نهو کلونوکې د رسنيو پر وړاندې د ولسمشر حامد کرزي تر ټولو توند خبردارى دى چې مخا مخ يې خبريالانو ته ورکړ.

ښاغلي کرزي د رسنيو ازادۍ ته د درناوي په څرگندولو سره غبرگه کړه چې د بيان د ازادۍ په نوم د مذهبي او قومي توپيرونو د خپرولو پر ضد به کلک گام پورته کو

((د اطلاعاتو وزير ته مې ويلي چې ټولو رسنيو ته وليکي چې هره رسنۍ ، هر ټلوېزيون او هره ورځپاڼه چې ملي نفاق ته لمن وهي ، هغه ملي خيانت بولو او لکه د نورو هېوادونو په څېر يې پر وړاندې گام پورته کوو.که په امريکا او جرمني ې هم دا کار وکړئ تړل کېږى . موږ د مطوبوعاتو ازادي غوښتې، نه دملي يو والي تخريب.

دا خبردارى ټولو رسنيو ته استول شوى. موږ په دې وروستيو کې وليدل چې زموږ ځينو رسنيو په روښانه توگه د ملي يو والي پر وړاندې خپرونې کولې ، ژبنی ، قومي او مذهبي نفاق يې اچاوو ، موږ يې نه منو ))

ولسمشر کرزي دغه توند غبرگون د امروز په نو م د يوه خصوصي ټلوېزيوني چېنل د خپرونو د بندولو په تړاوو د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې څرگند کړ او دغه ټلوېزيون يې د ملي او مذهبي نفاق د خپرولو په تور په ملي خيانت تورن کړ .

د ولسمشر او حکومت دا گام په افغانستان کې دخبريالانو له نيوکو سره مخا مخ او د بيان د ازادۍ پر وړاندې خنډ بلل شوی دی .